تاند- پر کابل ښار نن /یکشنبه/ سهار څو راکټونه وویشتل شول خو چارواکي وايي چې مرګ ژوبله یې نه ده پېښه کړې.
پولیس وايي چې دا راکټونه د پلچرخي له شاوخوا څخه ویشتل شوي او پر ۱۶ ناحیه لګېدلي دي.
د قلعه زمانخان مېنې اوسېدونکي وايي چې راکټونه د دوی پر سیمه لګېدلي خو تاوان یې نه دی پېښ کړی.
تراوسه پورې کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې راکټي برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
پولیسو د ویشتل شویو راکټونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي. ځو د قلعه زمانخان مېنې اوسېدونکي وايي چې سهار ۶ بجې د دوی پر سیمه ۲ راکټونه لګېدلي دي. همداراز ویل شوي چې یو راکټ پر مرنجان غونډۍ لګېدلی دی.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې افغانان نن /د اسد ۲۸مه/ له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه لمانځي او امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د خپلواکۍ د مراسمو د امنیت لپاره به ځانګړي تدابیر غوره کړي.