تاند- د کابل ښار په مرکزي برخه کې یو ساعت مخکې یو راکټ ولګېد چې ورسره په یو وخت بهرنیو سفارتونو د خطر زنګ وواهه.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د راکټ د لګېدو له کبله د مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولیس وايي چې راکټ د ولسمشرۍ ماڼۍ، سفارتونو، د بهرنیو ځواکونو مرکز او دولتي ودانیو ته نژدې په یوه خالي سړک ولګېد.
د راکټ له چاودېدو سره سم د امریکا سفارت په لوډسپېکر کې د خطر اعلان وکړ. د امریکا سفارت عموماً دا ډول اعلانونه کوي.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د دولت کومې وسله والې ډلې د حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
اکثره دا ډول حملې طالبان او داعش کوي.
دا برید څو ساعته مخکې تر دې وشو چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ ژر د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړي.
ګومان کېږي چې ښاغلی ټرمپ به په دې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د څو زره نورو پوځیانو د استولو اعلان هم وکړي.