مکروریان - کابل

تاند- نن /یکشنبه/ ماښام مهال د کابل پر مرکزي برخه یو راکټ ولګېد چې ورسره سم اکثرو سفارتونو د خبرداري زنګونه ووهل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې راکټ د یوه ښوونځي پر خالي ځای ولګېد او له کبله یې هیچا ته مرګ ژوبله پېښه نه شوه.

دا برید د کابل د شنبې له خونړۍ حملې وروسته وشو ځکه یې د ښار په دیپلوماتیکه سیمه کې خلک زیات وبېرول.

پولیس وايي چې راکټ د مکروریانو په سیمه کې لګېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي تایید کړه چې راکټي برید پر مکروریانو شوی او له کبله یې چا ته زیان نه دی پېښ شوی.

د ارکټ له لګېدو وروسته اوازې خپرې شوې چې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او حتي ډزې تبادله شوي دي.

تراوسه پوري چارواکو په دې باب څه نه دي ویلي چې راکټ د ښار له کومې سیمې ویشتل شوی و.

کومې ډلې تر دې دمه د دې برید مسوولیت منلی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *