تاند نیوز ډیسک: بریښنا شرکت نن د پورړو د بریښنا پرېکولو کمپاین په ترڅ کې د ځینو حکومتي او غیر حکومتي زورواکانو د کورونو بریښنا پرې کړې ده.
د دغو زورواکانو شمېر ۹ ته رسېږي چې نن یې بریښنا شرکت په کورونو بریښنا پرې کړه.
د اجرائیه ریاست سلاکار بخت محمد ځدراڼ، د ولسي پخوانی غړی بیدار ځاځی، د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ګل جمال، جهادي قومندانان علم خان او میر رحمان، د بتخاک د خلکو شورا مشر ملک تلاش او د هغه ورور هغه کسان دي چې برېښنا شرکت وايي، له کلونو راهیسې یې ملیونونه افغانۍ پوروړي وو او نن یې په کورونو بریښنا پرې شوه.
د برېښنا شرکت د پلاوي مشر خالد احمد ستانکزی چې امنیتي ځواکونو یې ملتیا کوله وویل، دوی ارزیابي کوي که ورته معلومه شوه چې دغو خلکو بیا د بریښنا لینونه تړلي دي نو عدلي ادارو ته به یې معرفي کړي.
نوموړی وايي، کابل کې ۴ اعشاریه ۵ ملیارده افغانۍ پورونه لري چې مالیې وزارت وعده ورسپارلې چې یونیم ملیارد افغانۍ پورونه به یې د دولتي ادارو له درکه ژر ورکړي.
داخو داسی زور واکي دي چی څوک یی په زور واکو کی نه شمیري، د بریښنا شرکت باید د اصلي زور واکو د کورونو برق قطع کړي،