تاند- د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د وسله والو حمله، چې سهار ۴ بجې پیل شوې وه، د شپږ واړو ترهګرو په مرګ پای ته ورسېده.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان د پولیسو کوماندو ځواکونو شپږ تنه ترهګر، چې د قصبې د سیمې په یوه تر کار لاندې ودانۍ کې یې مورچې نیولې وې، ووژل. د قصبې کلی د کابل د هوايي ډګر په شمال کې دی.
طالبانو ویلي چې دا برید دوی کړی دی.
تراوسه پوري د حملې په وجه د احتمالي تاوانونو او امنیتي ځواکونو یا عامو خلکو ته د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته. خو ویل کېږي چې وسله والو حمله کوونکو د هوايي ډګر پوځي برخه په نښه کړې وه.د حملې له کبله ټولې الوتنې درول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وايي چې د حمله کوونکو شمېر ۴ کسه و او هغوی غوښتل چې په هوايي ډګر کې ولاړې هیلي کوپترې وولي خو هیڅ الوتکې ته زیان نه دی اوښتی.
شاهدان وايي چې لږترلږه د ۱۰ زورو چاودنو ږغونه یې اورېدلي دي. طالبانو په حمله کې له راکټونو کار اخیست.
دا په یوه میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر درېمه حمله ده. دوې نورې توغندويي حملې له لېري او نامعلوم ځایه شوې وې.
د کابل پر هوايي ډګر د ځانمرګو ډله ییز برید روان دی
تاند- د کابل له هوايي ډګره د ډزو او چاودنو ږغونه اورېدل شوي او راپورونه وايي چې یو شمېر ځانمرګو پر هوايي ډګر برید کړی دی.
د سهار تر شپږ بجو پوري له هوايي ډګره د ډزو اوازونه اورېدل کېدل خو وروسته ډزې یو څه غلې شوې. خو بیا هم د خال خال ډزو ږغونه اورېدل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې نن سهار څلور بجې یو شمېر وسله والو ترهګرو، چې په منځ کې یې ځانمرګي هم شامل دي، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر برید کړی دی. برید دموټر بم په چاودنې پیل شو.
د کورنیو چارو و زارت وايي چې وسله وال حمله کوونکي یوې تر کار لاندې ودانۍ ته ننوتي او له هماغه ځایه ډزې کوي.
ودانۍ هوايي ډګر ته نژدې د قصبې په سیمه کې ده.
د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې وسله وال سخت دریځي په راکټونو او نورو درنو وسلو سمبال دي.
د هوايي ډګر د مسوولانو په وینا تراوسه ۲ ترهګر وژل شوي خو یو شمېر نور مقاومت کوي. سیمې ته اضافي پولیس او نور امنیتي ځواکونه رسېدلي چې بریدګر وځپي.
تېر کال هم وسله وال ترهګر د کابل هوايي ډګر ته نژدې یوې تر کار لاندې ودانۍ ته ننوتي ول او له هماغه ځایه یې پر هوايي ډګر د سپکو او نیمه درنو وسلو ډزې کولې.
د کابل هوايي ډګر ته د ملکي الوتکو تګ راتګ درول شوی او یوازې د ایساف ځیني الوتکې لیدل کېږي چې د پېښې د سیمې له شاوخوا راګرځي.
د کابل پر هوايي ډګر د ځانمرګو دا ډله ییز برید وروسته له دې کېږي چې پرون له لېري څخه پر هوايي ډګر د درنو وسلو ګولۍ وویشتل شوې.