تاند- د کابل پر وزیر اکبرخان مېنه نن شپه څه باندې ۸ بجې راکټ ولګېد. تراوسه پوري د دې برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ترلاسه شوی.
پولیس وايي چې راکټ د وزیراکبرخان مېنې په څوارلسمه کوڅه کې لګېدلی دی.
له بلې خوا د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي وویل، یو راکټ د وزیراکبرخان مېنې پر یوه ونه لګېدلی دی.
سالنګي دا هم وویل چې په دې حمله کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کابل پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي هم تایید کړه چې نه مرګ ژوبله پېښه شوې او نه مالي تاوان.
وزیراکبرخان د کابل دیپلوماتیمه سیمه ده.
تر دې پخوا هم څو ځلي پر کابل له نامعلوم لوري دې ته ورته بریدونه شوي دي. وروستی ځل د کابل پر شش درک توغندي لګېدلي ول.