تاند- وسله والو کسانو په کابل ښار کې پر یوه مېلمستون، چې پارک پلس نومېږي، برید وکړ. د امنیتي چارواکو په وینا د دغه مېلمستون اکثره مېلمانه یې بهرنیان وي.
د کابل په کلوله پُشته سیمه کې پولیس او د ملي اردو ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او دا شېبه له وسله والو سره په ډزې تبادله کوي.
یوه جګپوړي امنیتي چارواکي، د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«درې یا څلور وسله وال ترهګر نن ماښام پارک پلس ګسټ هاوس (مېلمستون) ته ننوتل. له پېښې سمدستي وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته واستول شول.»
په کلوله پُشته کې د ډزو ږغ اورېدل کېږي. ویل کېږي چې په مېلمستون کې څو تنه بند پاتې دي.
تراوسه پوري د مرګ ژوبلو شمېر نه دی څرګند ځکه چې امنیتي ځواکونو لا ترهګر تصفیه کړي نه دي.
نن تر دې مخکې وسله والو طالبانو په لشکر ګاه کې پر جامع جومات په داسي حال کې برید وکړ چې دیني عالمانو په جومات کې غونډه لرله.
د هلمند په نښته کې ټولټال ۹ تنه ووژل شول. په وژل شویو کې ۳ پولیس، د عالمانو د شورا د مشر په ګډون ۴ ملکیان او ۲ ترهګر شامل دي.