تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په کابل کې پوځي اکاډیمۍ ته نژدې د انتحاریانو حمله د ځانمرګو له ځپل کېدو وروسته پای ته رسېدلې ده.
د دفاع وزارت د ویندوی جنرال دولت وزیري وايي، نن /دوشنبه/ سهار وختي ۵ انتحاریانو په قرغه کې پر یوې قطعې حمله وکړه.
د وزیري په وینا دوو انتحاریانو ځانونه والوزول، ۲ د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول او پنځم ژوندی ونیول شو.
جنرال وزیري وايي چې په دې برید کې د ملي اردو ۵ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.
داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې ادعا کړې چې د کابل نننۍ حمله د دوی کسانو کړې ده.
دا په تېرو ۹ ورځو کې په کابل ښار کې درېمه حمله ده.
لومړۍ حمله پر انترکانتینینټل هوټل وشوه چې ۲۲ تنه پکې ووژل شول او دوهمه انتحاري حمله د عامو خلکو په منځ کې وشوه چې تر ۱۰۰ ډېر خلک پکې ووژل شول.
ای همدا یو ترهګر دې راونیسي او په … دې ورته لرګی ومنډي، ژوندی دې یې وسوزوي که بل بیا حمله وکړه چې ماته هرڅه وایئ. دا اجړا حکومت چې دا د هرا منډیي دلالان ونیسي بیا ورباندې په محبسونو کې پلاوونه او چرګان خوري، قسم په خدای چې زه ټالب یم هم راځم حمله کوم
هیله ده چی جنرال دوستم د یو \ه وخت د ّاره ددغه نیول شوی بندی د ایشچی کولو دپاره راوغواړو!ا تر څو د شهادت او جنت لار ور وښيي!
د جهاد د ټیکهدارانو ملک څنګه شیان جوړوي، کور یې خراب کړي ویې ګورئ په کابل کې یې وینو سیلاب راوان کړي، ټول مفعول کسان بیا په دې شکل جنت ته لیږي
http://www.bbc.com/urdu/pakistan-42857854
داسی کسان باید په نړیواله توګه په میډیا وښودل شی….. او دده خبری ټول واری
چه څوک دی دکوم ځایه راغلی – او دڅه لپاره راغلی
دوی انسانان نه دی – دوی ته انسان ویل دانسان توهین دی