تاند- راپورونه وايي چې څو شېبې مخکې د کابل په استقلال لېسه کې په یوه غونډه کې ځانمرګی برید شوی دی.
تر اوسه د دې برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي په استقلال لېسه کې چاودنه تایید کړه خو د حملې د دقیق ځای او تلفاتو په اړه یې معلومات نه لرل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ایوب سالنګي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په انتحاري حمله د استقلال لېسې په تالار کې شوې او ۱۵ تنه یې په اثر ټپیان شوي دي.
دا هم ویل شوي چې په دې برید کې یو بهرنی وژل شوی دی. ګومان کېږي چې وژل شوی بهرنی به د فرانسې د سفارت د کلتوري مرکز غړی و.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې چاودنه د استقلال لېسې د تیاتر په سالون کې په داسي حال کې شوې چې په دغه سالون کې غونډه روانه وه. ویل کېږي چې د فرانسې د کلتوري مرکز له لوري په لېسه کې د تیاتر ننداره روانه وه.
نن تر دې مخکې په یوه بله انتحاري حمله کې د ملي اردو ۶ منسوبان ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.
په ټپیانو کې څلور تنه ملکیان بلل شوي دي.
de faranswayano kom kultur? aw pa kom zai ke?. ho hagha kultur che de muslmano shazo pa hijab ye jarima lagawale aw pa losa walo ye paise akhli. dase kultur ta na mong hazar yo aw na ba ham yaw asil muslman afghan bachai tar hagha pore ijaza war krri tar so ye che pa ragonoke wina pa harakat ke wi.