تاند- د کابل په پُل سوخته سیمه کې د نن /جمعه/ په انتحاري برید کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي.

امنیتي مسوولان وايي چې د دې حملې هدف ظاهراً د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر علي مزاري د تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه وه.

پولیس وايي، د یوه پولیس په ګډون لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د کابل د پولیسو قوماندان محمد داوود امین وویل، انتحاري حمله کوونکي د تلاشۍ په یوه پوسته کې وروسته له دې ځان وچاوداوه چې پولیسو وپېژانده.

د ده په وینا انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې ځان غونډې ته ورسوي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی هم ویلي چې انتحاري غوښتل چې غونډې ته ځان ورسوي خو پولیسو یې مخه ونیوله.

تراوسه پورې کومې تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو عموماً داعش ډله پر شیعه هزاره ګانو حملې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *