تاند- د کابل په لوېدیځ کې نن /چهارشنبه/ د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ یوې انتحاري حملې لږترلږه ۳۲ تنه وژلي او ۵۲ نور ژوبل کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتونونو ته د ۳۲ تنو مړي او همداراز ۵۲ ټپیان رسول شوي دي.
خو وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر وي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دې ته په پام چې حمله د کابل په لوېدیځ کې شوې، ګومان کېږي چې دا کار به داعش سختدریځې ډلې کړی وي.
پولیس وايي چې حمله کوونکي انتحاري غوښتل چې په جمال مېنه کې د سخي زیارت ته لاړ شي خو د علي اباد په سړک کې د تلاشۍ په مهال یې مخه ونیول شوه او حمله کوونکي ځان والوزاوه.
مړ ملت به تر هغه همداسې مړ کېږي تر څو چې خپل واک او د ژوند برخليک يې مړ وي.نو ددې حل لاره د خاين . جاسوس، غل وطن پروش، تعصبګر،مافيه، منافق ، طالب، دروغجن جهادي رهبر او د ډالرو کونيان ونه ځپل سي.
ظلم له ډیري پخوا راهیسی رواج دی.د نمرود ظلم،فرعون ظلم،د ابو جهل ظلم.خو دطالب او داعش ظلم دټولو پخوانې ظلمونه شاته پریښودل.او بلاخره داعش او طالبان په ظلم کې اوله درجه شول.لاس په دعا پورته کړی چه شهیدان دالله ج وبخښی .اوالله ج د دا خوارج او باغیان زر تر زره ورک کړی.امین ثم امېن