تاند- د کابل ښار په بنايي سیمه کې نن شپه یوې انتحاري حملې لږترلږه ۵ پولیس شهیدان او ۱۰ نور ژوبل کړل.
دا برید هغه مهال پر امنیتي ځواکونو وشو چې پولیسو د شرابو او مخدرو موادو د پلورونکو دوکانونو تلاشي اخیسته.
د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد په برید کې د ۵ پولیسو شهادت او د ۱۰ نورو ژوبلېدا تایید کړه، خو ویې ویل چې ممکن مرګ ژوبله تر دې ډېره وي.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې ۱۰ پولیس شهیدان شوي او ۲۵ نور ژوبل دي. ځینې روغتوني سرچینې وايي چې ۲۰ ټپیان وررسول شوي دي. په ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي.
د پېښې شاهدان وايي، انتحاري حمله کوونکي د پولیسو یا ملي اردو یونیفورم اغوستی و. د دوی په وینا ځانمرګی پولیسو ته ځان ورنژدې کړ چې د مخدرو موادو او الکولو د کاروباریانو پر ضد په عملیاتو بوخت ول.
پولیسو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د علت په اړه ویل شوي چې زیات پولیس په سیمه کې د دې ځای پر ځای شوي و چې که دوکانداران مقاومت وکړي، نو د هغوی د اعتراض او مظارهو مخه ونیسي.
تر حملې مخکې په همدې سیمه کې د پولیسو او دوکاندارانو ترمنځ شخړه شوې وه.
تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.