تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وویل چې په دې پېښه کې ۱۱ تنه افغانان او یو بهرنی وژل شوي او ۶۶ نور ژوبل دي.

دې چاودنې، چې ماسپښین مهال د څلورم میکروریان په ساحه کې وشوه، ګڼې ودانۍ او موټرونه ویجاړ کړي دي. په زیانمن شویو ودانیو کې د شینوزاده روغتون هم شامل دی.

ګومان کېږي چې د حملې هدف د بهرنیو پوځیانو کاروان و چې په سیمه کې تېرېده. په وژل شویو کسانو کې د ناټو درې ملکي قراردادیان هم شامل دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د ناټو درې واړه قراردادیان افغانان دي. دا اژانس وايي چې په دې برید کې یو بهرنی هم وژل شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې اکثره مرګ ژوبله لارویانو ته اوښتې ځکه چې د چاودنې په مهال د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

په همدې حال کې افغان طالبانو سمدستي په دې برید کې لاس لرل رد کړل.

One thought on “د کابل په انتحاري حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۶۰ ژوبل دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *