تاند- په کابل کې پر دارلامان واټ د روسیې سفارت ته نژدې په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۷ تنه ووزل شول او ۲۵ نور ژوبل شول.
راپورونه وايي چې انتحاري یو مني بس په نښه کړ. د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي رسنیو ته وویل چې انتحاري حمله کوونکی په یوه تویوتا موټر کې سپور و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې له کبله د دوی د سفارت کارکوونکو ته یې هیڅ راز زیان نه دی اوښتی خو د سفارت ودانۍ یو څه زیانمنه شوې ده.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د حملې اصلي هدف د روسیې سفارت و که کوم بل ځای.
د کابل پولیس وايي چې د حمله کوونکي هدف ظاهراً هغه موټر و چې د طلوع تلویزیون کارکوونکي پکې سپاره ول.
تراوسه پوري هیڅ ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پخوا طالبانو طلوع او یک تلویزیونونو ته خبرداری ورکړی و.