تاند- په کابل ښار کې نن /شنبه/ په یوه بمي چاودنه کې په ولسي جرګه کې د میدان وردک د یوه استازي شېرولي وردک په شمول دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
دا چاودنه د کابل د پنځمې امنیتي حوزې قمبر څلور لارې ته نژدې د شېرولي وردک کور ته څېرمه هغه مهال وشوه چې شېر ولي وردک له کوره ووت.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې څرګنده نه ده چې بم ساعتي و او که له لېري کنټرولېده.
په پېښه کې شېرولي وردک سخت ټپي شو خو په روغتون کې یې ساه ورکړه.
د ولسي جرګې یوه بل غړي نذیر احمدزی وايي«د شېرولي وردک کور ته نژدې د پولیسو د تلاشۍ پوسته وه، خو د کورنیو چارو نوي وزیر د تلاشۍ دغه پوسته لېري کړه، د وزیر د دې پرېکړې په نتیجه کې نن موږ شېرولي وردک له لاس ورکړ.»
شېرولي وردک د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردک کشر ورور و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې چاودېدونکي مواد د شېرولي وردک د کور د برېښنا د متر په بکس کې، چې د کور پر دېوال نصب دی، ځای پر ځای شوي ول.
تر دې پېښې مخکې نن وسله والو سختدریځو په لوګر ولایت کې د استیناف پر څارنوالۍ انتحاري بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۷ تنه وژل شول او ۲۳ نور ژوبل شول.
تراوسه پوري د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي دا چاودنه د دولت د وسله والو مخالفانو کار بللی دی.
………..داسی چاودنی سیاسی وی. شاید صدیق صدیقي په دغه هکله زیات معلومات نور هم ولری…………
مړد نه بولم ژوندئ ئې شازلمیه »»» دشهیدو په کتار کې سرولي شوې
شهید شیرولي وردک د جنتونه نصیب شي۰
انا لله وانا الیه راجعــون۰
روح دی ښــاد وی۰
شهید شیرولي وردک د یوې په علم او معرفته روښانه کورنۍ غړئ وو، د ده نشتوالئ زمونږ ټولنې ته یوه ستره ضایعه ده۰
محـمـدجان خان غازي خاکسار وینم »»» په خــاورو پټ په زرنـــګار وینم
نـڼ شــــیـــرولــي ورســره یار وینم »»» داسې ځوانان زه وار په وار وینم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا وژنه د یوه انسان کارنه، د یوه گوډاگي، غلام او پرديپال خنځیر کار دئ۰ لکه ځناور، وینې ځبیښونکي لیوان او شغالان او ګیدړان هیڅ په وینو او چوټو مړیږي نه۰
آخراې! نامسلمانوڅارویو تاسې ولې دانسان وژنې لاس نه اخلئ؟ الله دې تاسې قاتلان د خپل زړه په ویر اخته کړي ۰۰۰
زه فکز نه کوم چه دا کار به طالبانو کړی وی، زما په فکر دا کار د شورای نظار دی ځګه جه اوس د حکمتیار د راتګ اوازه ده او شیر ولی د فاروق وردک ورور وه او شورای نظار فاروق وردک ته د حکمتیار او دولت د سولی ګوته نیسی نو دا کیدای شی چه حزب اسلامی ته یو اخطار وی
لکه چی ښاغلی متين صاحب اشاره کړيده چی د شير ولی وردګ وژل د شورای نظار کار دی. زه ورسره موافق يم. دا ښکاره خبره ده چی د شيرولی وردګ وژل لکه د حاجی قدير وژلو ته ورته د پنجشيری مافيايی اوباشانو کار دی.شورای نظار، جمعيت اسلامی،رشيد دوستم او نور نه غواړی چی په افغانستان کی سوله راشی، د سولی لپاره چی هر څوک قدم کږدی هغه به د شورای نظار د اوباشانو، د مکار ربانی جمعيت اسلامی، د کريم خليلی، محقق، عطا نور، د وطن فروش مسعود پنجشيری ورونه، عبدالله عبدالله ، اديب فهيم د مارشال فهيم زوی، بسم الله خان او وغيره خاينانو لخوا وژل کيږی. دا لړۍ به همداسی روانه وې.په دی کی شک نشته چی ټول افغانان پوهيږی خو د لاسه يی څه پوره نه دی ځکه چی شمالی ټلواله، هزاراګان او نور خاينين وسله او زور لری اود امريکا، ايران، روسيی، پاکستان، اروپايی هيوادونو او نورو پښتون دشمنه هيوادونو ملاتړ ورسره دی، نو دا ښکاره خبره ده چی سوله غوښتونکي پښتانه به وژل کيږی