تاند- د پلازمېنې کابل د نن ورځې /دوشنبه/ د تروریستي برید د شهیدانو شمېر ۳۵ ته ورسېد.
په دې تروریستي موټر بمي برید کې، چې د سهار په ۷ بجې وشو، لږترلږه ۲۵ نور ژوبل شوي دي.
پولیس وايي چې د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی بصیر مجاهد د شهیدانو شمېر ۲۴ او د ټپیان ۴۲ وښود، ویې ویل چې برید په داسې وخت کې وشو چې بیروبار زیات و، ماشومان او ځوانان ښوونځیو او پوهنتونونوته روان ول.
پولیس وايي، د سهار ۶ بجې او ۵۰ دقیقې وې چې یوه تروریست خپل تویوتا موټر په سرکارېز سیمه کې د زاول تعلیمي موسسې مخته وچاوداوه. د پېښې ځای د اجرايي ريیس د مرستیال محمد محقق کور ته نژدې دی.

په دې پېښه کې د ۳۵ تنو د شهادت او د ۲۵ نورو د ژوبلېدو ترڅنګ لږترلږه ۳ موټرونه او ۱۵ دوکانونه ویجاړ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي چې د حمله کوونکي هدف د کانونو وزارت کارکوونکي ول.
سرچینې وویل چې د کانونو وزارت کارکوونکو د سپرلۍ موټر په نخښه شوی دی. خو په برید کې د دغه وزارت د مامورینو ترڅنګ ډېر نور عام خلک هم وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ادعا یې کړې چې د ملي امنیت د ریاست ۳۷ غړي یې وژلي دي.
خو ارګ بیا ویلي چې طالبانو د جنګ په جبهو د خپلو سختو ماتو غچ له عامو خلکو اخیستی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان په دط ډول تروریستي بریدونو خپله بې وسي ښيي.
ایران د کابل تروریستي برید کلک وغانده
د کابل دا تروریستي برید له دې کبله بې ساری و چې د ښار په یوه هزاره مېشته سیمه کې او هغه هم د محمد محقق کور ته نژدې شوی دی. طالبان عموماً په هغو سیمو کې حملې نه کوي چې هزاره ګان پکې اوسي یا هغوی ته خطر پېښېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا برید سمدستي وغانده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي وویل، د کابل نننی انتحاري برید چې د لسګونو افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شو، په شدت محکوموي او د افغانستان له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګندوي.
قاسمي وویل«سره له دې چې د افراطي او تروریستي ډلو له لوري دا ډول تشدد او غیر انساني او وحشیانه اقدامات د افغانستان دردېدلی ملت او دولت لا مضبوطوي چې د تشدد او سختدریځۍ پر ضد به مبارزې ته دوام ورکړي، په دې سخته لاره کې به د ایران ملت او دولت د تل په شان د دوی ترڅنګ وي.»
ایران عموماً د طالبانو بریدونه تروریستي نه بولي او غندنه یې نه کوي.
خو د داعش د ترهګرې ډلې بریدونه تروریستي او وحشیانه بولي.