تاند- د کابل ښار په نننۍ ځانوژونکې حمله کې درې بهرني پوځیان وژل شوي او لږ ترلږه ۱۶ افغان ملکیان ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا برید سهار د بیروبار په مهال د هوايي ډګر په سړک وشو او د بهرنیو پوځیانو کاروان یې په نښه کړ.
��یساف هم تایید کړې چې په چاودنه کې د دوی پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو ایساف له خپل دود سره سم، تر څو چې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړي خبر نه کړي د وژل شویو د هویت په اړه څه نه وايي.
چاودنه د سهار په ۸ بجې ۱۰ دقیقې وشوه. دا هغه وخت دی چې ډېر خلک کارونو ته روان وي.
په دې پېښه کې د افغانانو ۱۷ موټرونه ویجاړ شوي. همداراز څو پوځي ګاډي هم زیانمن یا ویجاړ شوي دي.
د دغو درو بهرني پوځیانو له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۶۳ تنو ته ورسېد.