تاند- په افغانستان کې د امریکا سفارت د کابل ښار نننۍ ځانوژونکې حمله وغندله.

په دې برید کې، چې نن سهار شپږ نیمې بجې د بهرنیو ځواکونو د اډې په خوله کې وشوه، لږترلږه ۵ بهرني ساتونکي وژل شوي دي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې ۳ بهرني سلاکاران وژل شوي دي.

د امریکا سفارت وايي چې په کابل کې پر ګیبسن کمپ د نن سهار تروریستي برید، چې له کبله یې پنځه بهرني امنیتي ساتونکي ووژل شول، په کلکه غندي.

د سفارت په خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده شوې او په حمله کې د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا هیله شوې ده.

په خبرپاڼه کې تاکید شوی چې دا ډول بریدونه به افغانان او نړیواله ټولنه د افغانستان د پرمختګی او ښې راتلونکې لپاره له هلوځلو په شا نه کړي.

0 thoughts on “د کابل په حمله کې ۵ بهرني ساتونکي وژل شوي دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *