ليکوال: صمدخان غر

په ټول هېواد کې تر حکومته طالبان په تبليغاتي برخه کې ډېر مخکې دي، په کابل کې هم په هغو سيمو کې چې نوې نوې پراخې شوي دي، طالبان يو ډول کوښښ کوي څو خپل ذهنيت په خلکو کې خپور کړي.

د لوی اختر په لومړۍ ورځ د احمدشاه بابا مېنې سره نېږدې د سيد جماالدين افغان په مېنه کې يو جومات ته د لمانځه لپاره ولاړم، ډېر نور ملګري هم راسره و، په جومات کې ملا د قربانۍ په مسايلو ډېرې ښې خبرې وکړې او ډېرو خلکو ورته پوره غږ نيولی و، خو تر پایه خبرې داسې نه وې، لمونځ وشو او ملا په دعا پيل وکړ، په دعا کې ملا يو دم  په ژړا شو او ويي ويل: ټاکنې هم را روانې دي…. له دې خبرې سره ملا سم د ملا د ژړا آواز نور هم پورته شو او په لوډ سپيکر کې يې په ډېرو واوراوو.

زما هم زړه ښه شو چې ملا به اوس په ژړا کې له خلکو غوښتنه  وکړي چې کارتونه دې واخلي، رايې دې ورکړي، خپل راتلونکی دې وټاکي، خو کيسه داسې نه وه، بلکې ملا يو دم چې سختې اوښکې يې له سترګو روانې وې او په وينا کې يې مکارتيا له ورايه ښکارېده وويل: ټاکنې را روانې دي او بيا به را باندې صليبیان مسلط شي…. يا الله ته مو له دې سرو کفارو او دوی له مزدورانو خلاص کړې.

دې خبرو مې يو ډول پام ملا ته را واړاوو، تر لمانځه وروسته مې ملا ګوښې ته کړ او ورته مې وويل: ملاصيب رايه ته نه ورکوې، ځان ته نه نوماند کوې، روغ سړک او پل ته نه پرېږدې، په سړيتوب ته نه پوهېږې، کار ته نه کوې، خو خلک څه وکړي، رايه ورنکړي، خپل راتلونکې ونه ټاکي ته چې رايه نه ورکوې، د هېواد فکر درسره نشته دی د خلکو ذهنيت خو مه خرابوه.

خو ملا يوازې همدا ويل، چې د خدای له لويې ورځې وډار شه، نور ځواب ورسره نه و. ما ډېر ورته وويل، چې د خدای په لويه ورځ به له هغه چې رايه ورکوي، خپله راتلونکې ټاکي له کومې سزا سره مخ شي؟ ځواب ورسره نه و، نور زه هم چپ شوم، خو سخت مې ورته اعصاب خراب شوي و.

زموږ په سيمه کې په هر کور باندې د مياشتې يو نيم سل افغانۍ کېښودل شوې دي، چې ملا ته به يې ورکوﺉ او ملا به ماشومانو ته درس وايي، خو په تېرو څو کلونو کې جومات ته زموږ ماشومان د څو دقيقو لپاره او تر اوسه يي يوازې لمونځ هم نه دی زده کړی.

په دې سيمه کې چې ډېری اوسيدونکي يې له نورو ولايتونو راغلي دي ډېری د رډو سترګو ځوانان، اوږدې څڼې لرونکي ببر سري او د طالبانو ترانې اورېدونکي پکې تر سترګو کېږي، دلته په لويه لاره کې ولاړ پوليس کله هم کوڅې ته نه دی را کوز شوی، د جوماتو وزارت يانې حج او اوقاف کله هم دې سیمې ته نه راځي څو جوماتونه وڅاري، چې دلته شته ملايان څوک دي، څه کوي او څه وايي؟

په ياده سيمه کې چي کله هم واده يا بله خوشالي وي په هر کور کې شته وسلې دومره پکې ډزول کېږي چې تر سهاره ما غوندې له ډزو را تښتيدلي خلک خوب ته نه پرېږدي او بېرته مو د خپلو سيمو يادونه پرې را تازه شي، شته پوليس چارواکي، چې په دې سيمو کې يې کورونه دي يوازې ځي راځي او نور څه نشته.

بله ډېره د حيرانتيا خبره خو يې لا داده چې شته چارواکي ددې ځای په کوڅو کې دولتي موټر ځغلوي او خپلو ماشومانو ته موټر ور زده کوي، په دولتي موټرو کې لرګي راوړل، خاورې پکې وېستل، پخې خښتې او ريګ پکې را بارول، د جنراټور لپاره له رينجرو د تېلو غلا بله هغه ستونزه ده چې ما رنګي يې يوازې ننداره کوي.

زه چې دا ډېر وخت وينم او هر جومات ته د لمانځه لپاره ورځم ډېر وارې د وسله والې مبارزې د بريا دعاوې پکې اخيستل کېږي، يو ډول د خلکو جوړ او په کليواله کچه جوړ ذهنيت ډېر لږ کار غواړي او دا کار سر له اوسه شروع شوی دی او زه په دې ډارېږم چې د لمدو خټو لږې اوبو دارو متل ته په کتو سره داسې نه وي چې دلته هم غمېزه را منځ ته شي.

تر دې وړاندې به مو پرون په ډېرو رسنيو کې اوريدلي وې، چې طالبانو ټاکنې تحريم کړې دي او وايي چې ياده پروسه به ګډه وډه کړي، د طالبانو د مجهول الهويت مشر په دې پېغام کې ويل شوي دي، چې په دې برخه کې بايد د جوماتونو امامان پوره رول ولوبوي، چې زه په سیمه کې تر پيغام مخکې ددې پروسې د تخريب شاهد يم او اندیښنه مې داده چې د دولت دا بې غوري، د پوليسو د سړک د سر تلاشي به هرڅه ناسم لوري ته بوزي.

نن د عملیې موټر ته ولاړ مې په خپلو سترګو وليدل چې دلته د ملي اردو پر موټر چاودنه وشوه، ياده چاودنه له لوی سړک څخه ډېره لرې نه وه، بلکې له سړک سره نېږدې ماين ښخ شوی و او پر موټر وچاودېد.

يو ځل بيا وايم که پوليس کوڅو ته نشي، په دې سيمه کې د ملي امنيت څار پياوړی نشي او په سيمه کې سيمه یيز خلک يو ډول له پوليسو سره مرسته ونکړي او پولیس هم د خبرتيا په صورت کې ژر تر ژره ځانونه دې سيمې ته ونه رسوي له خاکجبار، چهارآسياب او ډېرو نورو سرحدي سيمو سره ددې سيمې د پولې لرلو له امله به د شته  وضعيت له امله د غمېزې وړاندوینه شونې وي.

په پای کې څو وړانديزونه لرم هیله ده چې چارواکي پرې غوږ وګروي:

۱ـ دښمن په لويه لاره کې ماين نه جوړوي، بلکې په همداسې سیمو کې کورونه نيسي او هلته خپل کار کوي، له ملي امنيت څخه غوښتنه کوم چې په دې سيمه کې خپل څارګر ډېر کړي او څو تنو يوازې د څو روپو معاش په بدل کې کولای شي دا سيمه يو ډول خوندي کړي.

۲ـ پولیس چې په لارو کې ولاړ دي ښه به وي، چې په کوڅو کې هم د شپې پټ وګرځي او په دې ډول ډاکه مارانو د دوی د کومې وړاندې  ډاکه واچوي.

۳ـ د حج له وزارت څخه مې غوښتنه داده چې دلته شته امامان بايد تثبيت، رسمي ثبت کړي او ددې ډول پارونکو ويناوو د کولو له امله ورته خبرداری ورکړي، کنه دا پروسه به نوره هم چټکه شي، او دوی هره ورځ د خلکو کورونو ته د ذهنيت په ورکولو سره به خپل ځان ته لاره پرانېزي.

۴ـ له اړوندې حوزې مې غوښتنه داده چې ددې سيمې ټول اوسيدونکي بايد تثبيت شي، څوک، د کوم ځای، څه کار کوي چيرې کار کوي، څوک ورکړه ډېر ځي راځي او که چيرې مشکوک کس ويني بايد کور ته پسې ورشي او پوښتنه وکړي چې ياد کس څوک دی.

دا څو وړانديزونه هغه څه دي چې په ټولو دې ته ورته سيمو کې يي پلي کول کولای شي د ملکي وګړو ژوند تامين کړي، هغه چې له جګړې کابل ته را تښتيدلي دي دوی ته د ساه اخيستو موکه ورکړي، هغه چې ماشومان يی په ښونځي کې درس وايي دوی ته ډاډ ورکړي او هغه چې ښځينه يي په ښونځيو کې ښونکې دي، يا په دولتي ادارو کې کار کوي ددې احساس ورکړي چې د دوی ميرمنې کولای شي په خوندي ډول سره له کوره و وزي او بېرته په امن کې راشي.

خو په ټوله کې د شته جوماتونو څارنه او د ملايانو رسمي ثبت او دوی ته خبرداری ډېر اړين دی، دا خبره ددې لپاره نه کوم چې زه د جومات يا تبلیغ خلاف يم، ددې لپاره يې کوم چې جومات مو په عزت کې پاتې شي، سپکاوی يې ونشي او یو ډول ترې خلک زړ تورې نشي.

10 thoughts on “د کابل په ختيځ کې د طالباني ذهنيت لپاره پراخ تبليغات”
  1. صمدخان غر فه ليكنه ‏…كرانه صمدخانه غوارم جي له دادول ليكنولاس واخلي زكه جي تاته به روح تكليف فيداشي داخبري جارواكي نه اوري اونه ددي توان لري جي دمجاهدينومخه ونيسي ته دفيل فه غوك كي ويده ي هغه خارجي باداران جي تاسوفه باور كري هغه فه تيشته دي دزان دساتني دفاره كوم زاي فيداكه اسلامي فه تول افغانستان كي دورزي نه بلي ته دكاميابي فه لور دي ‏

  2. په قلم او جرآت دې برکت، خورا ښې موضوع ته دې اشاره کړې. ولس هم باید حکومت سره مرسته وکړي او حکومت هم باید ویښ وي، ځکه دوښمن تل په کمین کې دی او د ورانکارۍ مخه يي باید د عمل له سرته رسیدو مخکې ونیول شی

  3. اولس او ټولټاکنې
    تفصيل نېټه: یک شنبه, 27 اکتوبر 2013 21:43 لیکوال: پوهنمل ډاکټر عبد القیوم مومند بـــــرخه: نوري مقالې
    پرخلکو حکومت کول او د هغوی د چارو پۀ هکله فيصلې کول د هغو بنده ګانو سره د لوی څښتن)ج( يو امانت دی چې د دې چارو او امانت وړ وي، ځکه چې واکمني د لوی څښتن)ج( ده. چارواکان د اللهي واکمنۍ پۀ رڼا کې ورځنئ چارې د يو امانت پۀ توګه پرمخ بیايي. د چارواکو د کړنو ستره موخه د لوی څښتن)ج( د اوامرو نه اطاعت، ولس او ټولنې ته خدمت او د دين او هيواد نه دفاع ده. پۀ داسې يو نظام کې چارواکي د ولس او ټولنې خدمتګاران وي نۀ واکمنان. له دې کبله افغانستان بايد د اللهي اوامرو او قراني ارشاداتو پر اساس ولاړ يو خپلواک، يوموټې، پرمختللی، د ولسي نظام لرونکی، د ټولنيزعدالت عملي کوونکی او ناپييلی هيواد وي.
    د اسلامي حکومتدارۍ د اصولو پۀ چوکاټ کې چارې د عدالت، مشورې، د حقوقو او مسئوليتونو سرته رسولو او انساني ژوندون د ارزښتونو نه د دفاع پر اصولو ولاړې وي. چارواکي مسئوليت لري چې نۀ يواځې د خپلو وګړو د ژوند، عقيدې، پوهې، نسل، او مال څخه دفاع وکړي، بلکې دې ارزښتونو ته نوره وده هم ورکړي. له دې کبله پۀ ټولنه کې د ښې حکومتدارۍ او قانونمداره فرهنګ رامينځته کول ضروري دي ترڅو د قانون حاکميت پلي شی او ټولنيزعدالت رامينځته شي
    د ښې حکومتدارۍ او قانونمنداره فرهنګ د رامينځته کولو لپاره سپيڅلو، عقيدتمندو او پر هيواد او ولس مينو خلکو ته اړتيا ده. داسې خلکو ته چې د خپل ولس سره مينه ولري، خاوره او ملي ګټې یې پۀ پردیو نۀ وي پلورلي، د پرديو د ګټو لپاره کار ونکړي، غلا، جرمونه او زياتی یې نۀ وي کړی او لاسونه يې د بيګناه خلکو او خپل ولس پۀ وينو ککړ نۀ وي. داسې خلکو ته اړتيا ده چې ټولنې او ولس ته یې خدمت څرګند وي، د خلکو او ولس پۀ غم او درد کې شريک وي، ځان پۀ ولس لوړ ونۀ ګڼي او ولس ته د چوپړتيا اخلاق پکښې څرګند وي.
    پۀ اسلامي حکومتدارۍ کې چارې د مشورې پر اساس سرته رسيږي، ځکه شورا يو قراني امر دی )۴۲آيت، ۳۸ سورت(. مرکزي حکومت د شورا د غړو سره، چې د مرکز او ولاياتو څخه جوړه وي، د دولتدارۍ او حکومتدارۍ پۀ چارو کې مشورې کوي او فیصلې یې پۀ ټول هيواد کې يوراز تطبيقيږي. دا له یوې خوا دولت او مرکزي حکومت غښتلي کوي او له بلې خوا ولايات پۀ خپلو کاري پلانونو او چارو کې ضروري لارښودنې ترلاسه کوي. د قراني لارښودنو پۀ رڼا کې داراز احکام عملي کول پۀ ټولنه کې ټولنيزعدالت رامينځته کوي.
    د دولت او حکومت مشر د ټولنې لخوا یو وکيل دی او ټولنه یې د دې وکالت لپاره ټاکي، نو ځکه وکيل د حکومت کولو چارواکي د ټولني د غړو)موکل( څخه لاسته راوړي او د هغوی پۀ نوم چارې پرمخ بيایي. پۀ داسې يو جوړښت کې دواړه خواوې واکونه او مسئوليتونه لري. د افغان ملت يوځل بيا د يوې سترې ازموينې سره مخ دی. ولس بايد د خپلې راتلونکې لپاره چارواکان وټاکې. دلته يادونه پکار ده چې د جمهور ريس )۱( ټاکل يواځې د هغه او د هغه د مرستيالانو ټاکل نۀ، بلکې د هغوی سره د ټولو تړلو کسانو د فکرونو، کړنو او د افغانستان لپاره د لرليد ټاکل دي. اسلام د خپلو اصولو پۀ چوکاټ کې انسان ته پوره ازادي ورکړې او حکومت مسئوليت لري چې د دې ازادۍ نه دفاع وکړي او د وګړو پۀ ورځنيو چارو کې مداخله ونکړي
    پۀ اسلام کې د حقوقو فرق شوی دي. يو د لوی څښتن )ج( حق دی )حق الله( او بل د انسان حق دی )حق العبد(. د دې بيلتون نه هدف پۀ ټولنه کې ټولنيزعدالت او شرعي احکام عملي کول دي. د دې ارشاداتو پۀ رڼا کې دولت او حکومت د انسان د ژبې، قلم، عمل او مسئولیتونو ازادۍ ته ژمن دی او پۀ عملي کولو او وده کې يې مسئوليت لري. قراني لارښودنې او اسلامي اصول هر مسلمان ته د حرية المعارضه )د مخالفت آزادي( او حرية نقد الحاکم )پۀ حاکم د انتقاد آزادي( پۀ چوکاټ کې دا حق ورکړی چې حکومت او چارواکي د پوښتنې لاندې ونیسي او د هغوی پۀ چارو نظارت وکړي.
    دا چې پۀ افغانستان کې ټولټاکنې مشروعيت لري او کۀ نه او د اشغال لاندې ټولټاکنې کيدای شي او کۀ نه، دا يوجلا بحث دی او ځانګړې څيړنې ته اړتيا لري. مګر واقعيت د خبرې دا دی چې پۀ راتلونکې کال کې ټولټاکنو ته کار روان دی او ۱۰ کسان هم د جمهوري رياست د څوکۍ لپاره کانديد دي. کيدی شي په دې شميره کې بدلون راشي، خو دا د بحث وړ خبره نه ده. له دې کبله د افغان ملت لپاره ضروري ده چې پۀ دې پوه شي چې څوک پۀ ټولټاکنو کې کانديد دي، د دوی سوابق څۀ دي، کوم جرم یې کړی او کۀ نه، شتمنۍ یې له کومه پيداکړي، رشوت یې خوړلی او کۀ نه، د چا شتمني او دولتي ځمکې یې غصب کړي او کۀ نه او دراتلونکې افغانستان لپاره څۀ پلانونه او پروګرامونه لري. آيا ټولتاکنو ته ولاړ کسان د قراني لارښودنې او اسلامي حکومتدارۍ ځانګړتياوې لري، ايا په دې ځانګړتياوو پوهيږي او د دې اصولو پۀ رڼاکې چارې پرمخ بوتللای شي او کۀ نه؟
    د ټاکنو د ورځې څخه ډير دمخه بايد ملت پۀ دې پوه شي چې ځانګړي کانديدان د افغانستان د ملي حاکميت د ټينګولو، د هيواد د امنيت او دفاع د بنسټونو د تحکیمولو او ملي پوځ پۀ اسلامي او ملي روحيه سمبالولو او روزلو لپاره څۀ انګيرنې او لارې چارې لري؟ د ملي اصيلو افغاني ارزښتونو، دودونو او عنعنو د ساتنې، روزنې او پالنې او د ملي فرهنګ د غښتلي کولو لپاره کانديدان کوم ځانګړي پروګرامونه لري او دا ارزښتونه به د لويديځ، ايران، پاکستان، هندوستان او نورو ګاونډيو هيوادونو له اغيرو څخه څنګه پاک ساتي؟ د دوی څخه بايد پوښتنه وشي چې پۀ اقتصادي لحاظ به افغانستان پۀ راتلونکې کې هم د ازاد بازار پۀ رنځ اخته وي او کۀ د يو مختلط اقتصادي نظام پر لور به ګامونه واخستل شي؟ دا کانديدان بايد ملت ته ووايي چې د ځمکې لاندې زیرمو څخه به څنګه موثره ګټه واخستل شي او اقتصادي زيربناوو ته به څنګه پراختيا ورکړل شي؟ د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، تجارت او صنعت ته به څۀ پاملرنه وشي؟ آيا دوی د ملي وحدت او سیاسي مشارکت لپاره کومه تګلار لري؟ آيا سیاسي ګوندونو ته به د فعالیت اجازه ورکړل شي؟ د قومي ويش کړکيچ به څنګه له مينځه يوسي؟ پۀ قاچاق کې د کورنیو او بهرنیو لاسونو د لنډولو پۀ هکله دوی کوم تجويزونه لري؟
    سره له دې چې اکثره کانديدان پخپله جنګسالاران دي او یا یې جنګسالاران د مرستيالنو پۀ توګه پۀ څنګ کې ولاړ دي خو سره له دې هم باید دا پوښتنه مطرح شي چې جنګسالاران، پۀ جنايت متهم کمونستان او پۀ ملي خيانت تورن کسان به محاکمه شي او کۀ نه؟ پۀ نړيواله کچه به افغانستان يو ناپيلی هیواد پاتې کيږي او کۀ امريکايانو ته به د پوځي هډو اجازه ورکول کيږي؟ د نړۍ د هيوادونو سره به سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې د کوم چوکاټ او معيار پراساس ټينګيږي؟ نړيوال نورمونه به پۀ کوم چوکاټ کې په افغانستان کې عملي کیږي؟ د سيمې او ګاونډيو هيوادونو سره به کومه پاليسي پرمخ بوتلل کيږي؟ او داسې نورې ډيرې پوښتنې او تشويشونه.
    دې پوښتنو ته د ځوابونو د لاس ته راوړلو او د کانديدانو پۀ فکر او موخې پوهيدلو پرته ټولټاکنو ته تلل او پۀ هغې کې برخه اخستل د خپل ځان او افغان ملت سره جفا او د افغانستان لپاره د نوو ستونزو د پيداکولو څخه پرته بل څۀ نۀ دي. هغه څوک چې پۀ دې ټولټاکنو کې برخه اخلي د افغانستان د راتلونکې او بقا مسئوليت هم د دوی پۀ غاړه دی. يا به دوی دا مسئوليت پۀ رښتيا او ايماندارۍ سره سرته رسوي او يا به دوی هم د هغۀ چا سره يوځای د مسئوليت پۀ ليکه کې ودريږي چا چې رای اخستې ده.
    لوي څښتن عالم او لارښود دی.
    ډاکتر عبدالقیوم مومند

  4. غر صاحب
    داحمد شا بابا په مینه کی پشتانه اوسیزی اوغر صا حب نه لوریزی چه دا پشتانه دی ارام زوند ولری ته پوهیزی چه دادامنبت منسوبین سوک دی دا دشورای نظار او دروسانو دگوداکی کارمل دلی دی دوی له خدایه ارزو لری چه پشتنو ته کومه بانه پیدا او وی زوروی داحمد شابابا مینی اوسیدونکی خورا په خدای او افغانستان مین خلگ دی داچه ملا سه وای داددی معنا نه لری چه گرده طالبان اویا دطالبانو طرفداران دی غرصاحب یا خوته دپشتنو دشمن ی اویا تا دپشتنو له دشمنانو دالر اخیستی دی چه داسوله په سیمه کی له منزه یوسی خوزه اطمنان در کوم چه ددی پروزی اوسیدونکی گرده ددولت طرفداران دی او په سلو 99%خپله رایه حامد کرزی ته ورکری دی زه هیله کوم چه په خپلو خلگو رحم ولری

  5. Mañana samad khan ghar Saheb point a really good issue , national security most registered all mosque and mullah imams and they should give limited speech to the imams by local administration . Imams must talk internal issue , women’s exchange , women give free to if some killed , women’s education , loyality of motherland , mening of milly urdo , etc

  6. دا ټول فساد د همدې ملایانو په …….. کې ده.
    همدوی هم دین بدنام کړی هم اسلام هم افغانستان.

    دا نن صبا پښتون وژنه ،افغان وژنه د همدې اسلام په نوم د همدې ناپوهه او جاهلو ملایانو دلاسه کیږي.

    دا د پښتنو قصابي کول هم د همدې جاهلانو دلاسه ده ،دولت باید د دې منافقانو مخه ونیسي کنه خدای مه کړه یو څل بیا به د اسلام په نوم قرباني شو.

  7. اخترمحمد گیلانی صیب خدای دي خیر درکړی ډیرښه ځواب دي غره ته ورکړی دی، زه دي ملګری یم.

    زه هم غره لالا ته وایم چه ستا نظر دادی چه دا دظاهرشاه بابا دوخت کلیوالی ملا یان هم ورک اوبندیان شی، ګوره وروره سوال درته کووم، دزنی نه دي نیسم زمونږ دوطن په داڅوپاتی ملایانو پسی خبری مکوی، پریږدی چه دغه بیچاره ګان هم خپل زړه تش کړی، که ځما منی دملاصیب نه واپس بخشش وغواړه.
    اویوه بله کم عقله خبره می هم واوره هغه داچه کرزی صیب دیموکراسی اعلان کړیده، اووای هرڅوک چه هرڅه وای غرض ورسره مکوی.

    په اخر کی وایم دغه یو څو دکور اوکلی ملایان راته پاتی دی، اوپه کلیو کی مو مشرانو اوکلیوالی ته لمونځ ورکوی، نوکوشش وکړی چه په دغو پسی خبری اولیکنی ونکړی.

    یره خوغره وروره ستا دکلی دملا سره څه کار دی، که زړه دي بلاس کوی پاکستانی ملا اوطالیبی ملا پسی خبری وکړه. زما ملا پسی خبری مکوه، ډیر دي خفه کړم.
    غره خدای دی وکړی چه زما په دغه تبصره زړه بدی نشی.

    دخدای په امان

  8. لوستونکو او ټولو وطنپرستو ملايانو ته دي سلام وي ! زه فکر کوم چي د پورته ليکني ليکونکی ، لکه نور درې ميليونه پښتانه چي د خپلو کليو څخه د جګړې له امله کابل ته مهاجر سويدی، او نه غواړي چي بيا د جګړې د اوره څخه ولات پر ولات په خپل وطن کي بې وطنه وي ، لکه د شمال څو ميليونه پښتانه چي د شمالي ټلوالي د چنګيزي وحشت په نتيجه کي په ټول افغانستان کي مهاجر سول،همدارنګه د ټولو پښتون ميشته ولاياتو جګړې ځپلي ،د پنجابي ټلوالي او ب۵۲ د بمباري څخه د نجات پخاطر د کابل په کوڅو کي خير ټولوي.
    زما په نظر دا جنګ پر پښتنو تحميل سويدی، که پښتانه باميان او پنجشير ته هم کډي بار کړي ، هلته به هم دسيسې ورته جوړيږي او په مختلفو اشکالو به کړيږي او قتليږي.
    د دې غميزي څخه د خلاصون لاره ډيره مشکله ده، ځکه چي د معضلې طراح زموږ افغانانو په وينه،روح او رګو کي ځای نيولۍ دی.
    مقصد مي دا دی، چا چي د افغانانو د غميزي پروژه جوړول ،لمړی يې د افغانانو مشهور سياستوال او ځيني ملاصاحبان د ځان کړه. پدې خو ټول پوهيږي چي د ملاصاحب خبري زموږ په روح او رګو کي ځای لري ،او مغز مو اداره کوي.
    د افغانستان په تير تاريخ کي چي وطنفروشان او ملي خاينين پيدا سويدي ، افغان اولس يې په مقابل کي عکس العمل او نا رضايتي ښودلې ده ، او بالاخره وطن مو د بهران څخه خلاص سويدی.
    خو کله چي د مسجد مهراب او ملاصاحب د خپل وطن او خلګو پر ضد د خارجي استخباراتو په خدمت کي سو ، بيا دي افغانستانه الله مل سه!
    د هغي ورځي په تمه چي زموږ ملايان او سياستوال د خپل وطن افغانستان په خدمت کي وي او ټولو افغانانو ته د خدمت مصدر سي.

    صابرارمان

  9. لوستونکو او ټولو وطنپرستو ملايانو ته دي سلام وي ! زه فکر کوم چي د پورته ليکني ليکونکی ، لکه نور درې ميليونه پښتانه چي د خپلو کليو څخه د جګړې له امله کابل ته مهاجر سويدی، او نه غواړي چي بيا د جګړې د اوره څخه ولات پر ولات په خپل وطن کي بې وطنه وي ، لکه د شمال څو ميليونه پښتانه چي د شمالي ټلوالي د چنګيزي وحشت په نتيجه کي په ټول افغانستان کي مهاجر سول،همدارنګه د ټولو پښتون ميشته ولاياتو جګړې ځپلي ،د پنجابي ټلوالي او ب۵۲ د بمباري څخه د نجات پخاطر د کابل په کوڅو کي خير ټولوي.
    زما په نظر دا جنګ پر پښتنو تحميل سويدی، که پښتانه باميان او پنجشير ته هم کډي بار کړي ، هلته به هم دسيسې ورته جوړيږي او په مختلفو اشکالو به کړيږي او قتليږي.
    د دې غميزي څخه د خلاصون لاره ډيره مشکله ده، ځکه چي د معضلې طراح زموږ افغانانو په وينه،روح او رګو کي ځای نيولۍ دی.
    مقصد مي دا دی، چا چي د افغانانو د غميزي پروژه جوړول ،لمړی يې د افغانانو مشهور سياستوال او ځيني ملاصاحبان د ځان کړه. پدې خو ټول پوهيږي چي د ملاصاحب خبري زموږ په روح او رګو کي ځای لري ،او مغز مو اداره کوي.
    د افغانستان په تير تاريخ کي چي وطنفروشان او ملي خاينين پيدا سويدي ، افغان اولس يې په مقابل کي عکس العمل او نا رضايتي ښودلې ده ، او بالاخره وطن مو د بحران څخه خلاص سويدی.
    خو کله چي د مسجد مهراب او ملاصاحب د خپل وطن او خلګو پر ضد د خارجي استخباراتو په خدمت کي سو ، بيا دي افغانستانه الله مل سه!
    د هغي ورځي په تمه چي زموږ ملايان او سياستوال د خپل وطن افغانستان په خدمت کي وي او ټولو افغانانو ته د خدمت مصدر سي.

    صابرارمان

  10. قدرمنو غر له دي ليکنې سره غواړي يوازې او يوازې د جګړې له شره را تښتيدلي پښتانه په کابل کې ارامه ساه واخلي، ګران حقمل چې ويلي دي چې زه د فيل په غوږ کې ويده يم داسې هم نه ده که ويده وی غږ مې والله که پورته کړی وی، بل ورور ليکلي و چې دا خبرې به ونه منل شي که ونه منل شي لږ تر لږه يادونه خو به يي وشي، حق اخيستل کيږي ورکول کيږي نه، امنيت، سکون، ښه ژوند، راتلونکې ټاکنې او په دې ټاکنو کې زموږ پراخه ونډه اساسي قانون راکړی حق دی، او تر وسه بايد هرڅوک کوښښ وکړي چې رايه ورکړي. بل ورور ويلي و چې په احمدشاه بابا مينه کې پښتانه اوسي د غر پرې آرام ژوند نه لوريږي قدرمنه دا غږ د پښتون لپاره د ده د آرامۍ لپاره پورته شوی دی بل هدف پکې نشته، پښتون تل خولو پټه نيولې چې دننۍ استخباراتي جګړې ښکار دی، تر هغه چې په دې سيمه کې ټول ټال سمون نه وي راغلی، پښتانه په ارام شوي نه وي د نورو سيمو په څير پکې برښنا نه وي سمه شوي، سړکونه يي نه وي سم شوي، امنيتي پوستې پکې نه وي سمې شوې، بچيان مو په مورنۍ ژبه زده کړې ونکړي د غر روانه مبارزه به د ژوند تر وروستيو شيبو پورې روانه وي، غر اوس په يو شي باور لري هغه دا چې ژوند او د د ژوند اخيستل د خدای کار دی، خو د يو قوم راتلونکې بدلول د هم هغه قوم کار دی او بايد هر قوم يي زده کړي، پروني محروم هزاره ګان نن په زرګونو علمي کدرونه لري، پروني شمله ور پښتانه نن تر ټولو ډير محروم دي، په کلي له پيدايښت څخه زور زغمي تر هغه چې مري، نور زه خپل قوم وژلی نشم او نه هم د خپل قوم د وژنې ننداره کولای شم، هغه چې طالباني فکر لري دوی ته ګواښ کوم چې نور مو په ولس کې هم ځای نشته
    په خدای مو سپارم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *