وروستی خبر- د ناټو او افغان چارواو په وینا په برید کې د ناټو ۳ سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو بیا ویلي چې د ناټو ۱۲ سرتېري یې وژلي دي.
د کابل په ځانمرګي برید کې ۶ ملیکان ژوبل شول
وروستی خبر- د ناټو او افغان چارواو په وینا په برید کې د ناټو ۳ سرتېري وژل شوي دي.
ېالبانو بیا ویلي چې د ناټو ۱۲ سرتېري یې وژلي دي.
تازه خبر – د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي وویل چې په دې برید کې ۶ ملکیان ژوبل شوي دي.
د ده په وینا برید د ناټو له اډې (Camp Phoenix) یو کیلومتر لېري وشو.
خو ایساف وايي چې د برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه لري.
د کابل په ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو
تاند- د کابل ښار په ختیځه برخه کې نن د موټر په وسیله ځانمرګی برید وشو چې له کبله یې د مرګ ژوبلو په اړه تر دې دمه راپور نشته.
دا برید په داسي حال کې وشو چې په ښار کې امنیتي تدابیر سخت کړای شوي، ځای ځای له موټرو څخه تلاشۍ اخیستل کېږي او امنیتي ځواکونه په مهمو څلور لارو کې ولاړ دي.
لومړني راپورونه وايي چې دې حملې بهرني پوځیان په نښه کړي دي.
بهرنیو ځواکونو تراوسه پوري د حملې په باب څه نه دي ویلي.
خو وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید د دوی یوه ځانمرګي نن ماسپښین د ښار په نهمه حوزه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان وکړ او له امله یې ګڼ شمېر بهرني پوځیان ووژل شول.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد همداراز ادعا کړې چې په دې برید کې، چې د موټر په وسیله وشو، د بهرنیو پوځیانو څو موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
تر دې پخوا هم د کابل په ختیځ کې پر بهرنیو ځواکونو ځانوژونکې حمله شوې وه.
—————–
دا عکس د یوې پخوانۍ پېښې دی.