د ارشیف عکس

تاند- ناټو وايي د افغانستان په ختیځ کې یې دوه پوځیان د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو ویندویې وویل چې دا برید نن سهار ۹ بجې وشو.

ناټو عموماً د خپلو وژل شویو سرتېرو هویت او د پېښې دقیق ځای تر هغو نه افشا کوي چې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته یې خبر نه وي ورکړی.

خو په کابل کې د افغانستان د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل چې د کابل په ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان په بایسکل کې د ځای پر ځای شوي بم حمله وشوه.

د ده په وینا په دې پېښه کې یو افغان ټپي شوی دی.

د ناټو د دغو دوو پوځیانو له وژل کېدو سره په روانه میاشت کې په افغانستان کې د ناټو پوځیانو د تلفاتو شمېر۳ تنو ته ورسېد او په ټول کال کې ۶۳ ته رسېږي چې ۴۶ یې امریکایان دي.

په وروستیو اوونیو کې د کابل په ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکزونو او پوځي کاروانونو په ځانګړي ډول حملې زیاتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *