تاند- د عامې روغتیا وزارت ویندوی وايي چې د دشت برچي د حملې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شو.
د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وايي، د موعد په روزنیز مرکز کې د انتحاري حملې په نتیجه کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۶۷ نور ژوبل دي.
په ټپیانو کې د ځینو حال نازک دی او ممکن د وژل شویو کسانو شمېر تر دې واوړي.
تراوسه پورې تروریستي ډلو د دط برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چط طالبان په دې برید کې لاس نه لري خو داعش لا څه نه دي ویلي.
د دشت برچي په انتحاري برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي
تاند – د عامې روغتیا وزارت وايي چې دشت برچي په تروریستي برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي.
د عامې روغتیا د وزارت ویندوی وحید مجروح رسنیو ته وویل چې تراوسه پورې روغتونونو ته ۲۵ مړي او ۳۵ ټپیان وړل شوي دي. د ده په وینا د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

په دشت برچي کې تر دې وړاندې څو خونړۍ حملې شوي دي.
د روان میلادي کال له پیله تراوسه پورې په کابل کې ۱۶ لویې حملې شوي چې تر ۲۴۰ زیات کسان پکې وژل شوي دي.
د کابل په دشت برچي کې انتخاري برید مرګ ژوبله اړولې
تاند- د کابل ښار په لوېدیځ کې په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه یو تن وژل شوی خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې خورا ډېر وي.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل چې دا برید په ۴ بجې او ۱۰ دقیقې د ښار په دشت برچي سیمه کې شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې برید کې یو تن وژل شوی او ۹ نور ژوبل شوي دي.
تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي چې انتحاري حمله کوونکی د موعد په نوم یوه روزنیز مرکز ته ننوتی او ځان یې په ټولګي کې الوزولی دی.
تاند ته یوې سرچینې وویل چې په حمله کې زیات کسان وژل شوي خو کره شمېر یې نه شي څرګندولی.
د کابل ځینو رسنیو ویلي چې په دې برید کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
د کابل په دشت برچي سیمه کې، چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه هزاره ګان دي، عموماً داعش بریدونه کوي.
د چارو ځینې کتونکي وايي چې د پاکستان استخبارات هزاره د داعش په نوم او پښتانه د طالب په نوم وژني.