تاند- د کابل ښار د نن /دوشنبې/ په دوهمه چاودنه کې لږترلږه ۳۰ تنه ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې ماشومان او ښځې شاملې دي.

دا چاودنه د یوه انتحاري له لوري د هغو چاودېدونکو موادو د چاودېدو له کبله وشوه چې په خپل موټر کې یې ایښي ول.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دې چاودنې په اثر، چې د ماښام په شپږ بجې او ۳۰ دقیقې وشوه، ۳۰ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت د سرچینو په وینا په ټپیانو کې ۳ ښځې او ۹ ماشومان دي.

اکثره ټپیان اندراګاندي روغتون او جمهوریت روغتون ته وړل شوي دي.

تر دې وړاندې نن تر غرمې مخکې ۱۱ نیمې بجې په ورته سیمه کې(د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې) د یوه انتحاري موټر وچاودېده او یوازې انتحاري ووژل شو.

(عکس د دې پېښې نه دی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *