تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: افغان حکومت په کابل کې له یو سوداګر څخه د هغه مارکیټ ملکیت واخیست چې د طالبانو له وخته یې حکومت ته د هر دوکان یوازې ۲۶ افغانۍ کرایه ورکوله.

د دولتي قضایاو د ادارې یو لوړپوړې سرچینې تاند ته وویل، د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د شهزاده سرای شاته له دوبۍ مارکیټ څخه یې قراردادي کس حاجي محمد ولي تر دې دمه د کال اته میلیونه افغانۍ کرایه ټولوله خو هره میاشت به یې د دوکان په سر یوازې ۲۶ افغانۍ دولت ته ورکولې.

سرچینه وايي، حاجي محمدولي په محاکمو کې د دغه قرارداد کاغذونه هم ورک کړي وو او د طالبانو له وخته یې د دغه مارکیټ هر دوکان په ۲۶ زره د وخت په مروجو افغانیو اخیستی و چې اوس یې د هغه وخت د پیسو معادل ۲۶ افغانۍ د هر دوکان په سر دولت ته تحویلولې.

سرچینه وايي، دا مارکیټ اوس د دولت په ولکه کې دی او پریکړه یې هم په محاکمو کې روانه ده خو عایدات یې ټول د افغان دولت خزان ته روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د فساد پر ضد د مبارزې څارونکې کمېټې ویلي وو، په دولتي محاکمو کې وضعیت مخ په ښه کېدو دی او دوی د ۵۰ معیارونو له منځه تر اوس ۴۰ معیارونه او سپارښتنې عملي کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *