تاند- نسبتاً زورورې زلزلې نن د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان ختیځ او شمال ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د زلزله پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم د دې زلزلې، چې ماسپښین مهال وشوه، شدت د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۵ درجې و.
دا اداره همداراز وايي چې د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جُرم ولسوالي کې ۱۷۶ اعشاریه ۷ کیلومتره تر مځکې لاندې و.
تراوسه پوري د دې زلزلې په وجه د سر و مال د تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دې ته په پام چې د زلزلط مرکز د تاجکستان او پاکستان پولو ته نژدې و، ګومان کېږي چئې د دغو دوو هیوادونو په یو شمېر څنګلورو سیمو کې به هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي وي.
تر دې مخکې د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه په ورته سیمه کې زلزله شوې وه چې شدت یې ۵ اعشاریه ۶ ریښتره و.
تر هغه مخکې په اکتوتر میاشت کې سختې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ نیم درجې و، په افغانستان او پاکستان کې د سر ومال زیات تاوانونه پېښ کړل.
———————-