ارشیف

تاند- د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې نن یوې بمي چاودنې اووه تنه ووژل.

د کابل قره باغ ولسوالي د افغانستان یوه خورا امن سیمه ده.

راپورونه وايي چې بم د یوه جومات مخته د پولیسو د موټر په لاره کې ځای پر ځای شوی و چې په نتیجه کې یې هم موټر او هم جومات ته تاوانونه اوښتي دي.

ویل شوي چې د پېښې په اثر ۷ تنه لارویان او پولیس وژل شوي دي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري بمي بریدونه زیات شوي دي. د شنبې په ورځ په کندوز او بغلان کې بمي چاودنو ۵ تنه ووژل او۱۷ ژوبل کړل. تر دې مخکې په غزني او لوګر کې بمي چاودنو ۱۴ ملکیان ووژل خو تر ټولو خونړۍ حمله د خوست پر لاریونوالو انتحاري برید و چې تر ۲۰ زیات ملکیان یې ووژل او تر ۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

ویل کېږي چې دا بریدونه د طالبانو د پسرلنو حملو په لړ کې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *