تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نننۍ /جمعه/ مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو ویلي و چې ۷ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شوي دي. خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې روغتونونو ته د ۴ تنو مړي وروړل شوي دي.
دا وزارت همداراز وايي چې ۸ ټپیان په روغتونونو کې بستري شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د مشرانو جرګې د مرستیال عالم ایزدیار زوی اسلم ایزیدیار زوی هم شامل دی.
راپور وايي چې یو شمېر کسان د مظاهره چیانو په ډزو لګېدلي دي. یو شمېر مظاهره چیانو وسلې او د جمعیت ګوند بیرغونه په لاسونو کې لرل.
د کابل په مظاهره کې هوايي ډزې وشوې
تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /جمعه/ پر یو شمېر مظاهره چیانو چې د ارګ په لور یې لاریون کاوه، هوايي ډزې وکړې.
مظاهره چیان وايي چې دوی غوښتل چې د چهارشنبې د ورځې د موټر بمي برید پر ضد خپل اعتراض څرګند کړي خو د مظاهره چیانو په منځ کې یو شمېر فرصت غوښتونکو هڅه وکړه چې مظاهره تاوتریخوالو ته بوځي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، شاوخوا زر تنه مظاهره چیان د چهارشنبې د چاودنې ځای ته نژدې راټول شول. دوی د ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه.
خو کله چې مظاهره چیانو هڅه وکړه چې د پولیسو د محاصرې له کړۍ د ارګ لور ته تېر شي، پولیسو هوايي ډزې وکړې او مظاهره چیان یې شا ته وتمبول.
رویټرز وايي، د چا د ژوبلېدو راپور یې نه دی ترلاسه کړی. خو ځینې مظاهره چیان وايي چې یو تن وژل شوی او ۷ نور ژوبل دي. دا ادعا تراوسه پورې کره نه ده ځکه چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې مظاهره دوام لري.
مظاهره چیانو همداراز د حقاني شبکې د بندیانو د اعدامېدو غوښتنه کوله.
راپورونه وايي چې مظاهره چیان په څو ډلو وېشل شوي. یو شمېر یې مړه دې وي امریکا او مړ دې وي ټرمپ نارې وهي، بله د حکومتي مشرانو پر ضد شعار ورکوي او یوه ډله بله د پاکستان او طالبانو ضد شعارونه ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې د کابل حمله د حقاني شبکې د پاکستان د آی ایس آی په مرسته کړې ده.
په برید کې تر ۱۰۰ زیات کسان شهیدان شوي او تر ۴ سوه ډېر نور ټپیان شوي دي.
if you want to resign thes government,nobody can solve afghan conflict,
some are agents of pakistan they do sabotage,MIRWIS YASEENI,
karzai or nezar shora or jamaat islami can not bring peace or victory,
ALL AFGHANS NEED TO STRONGLY SUPPPORT GOVERNMENT,
STOP CORRUPTION AND DRUGS TRAFFIC,AFGHAN MINERALS,
AFGHANISTAN MUST GET HELP FROM AMERICA&INDIA AND ATTACK
DIRECTLY ON PAKISTAN,AFGHANSTAN MUST SUPPORT BALOCH LEADERS/WE HAVE TO BE UNITED,THANK YOU