خلیل الله انداربي - د میدان وردک پخوانی امنیه قوماندان

تاند- د میدان وردک ولایت پخوانی امنیه قوماندان خلیل الله اندرابي د کابل په هوايي ډګر کې ترکیې ته له تګه منع شو.

اندرابي وروسته له دې د وردک ولایت له امنیه قوماندانۍ لېري شو او له هیواده پر وتلو یې بندیز ولګول شو چې په بغلان کې د ده په موټر کې د طالبانو قوماندان قاري ظاهر وموندل شو. نوموړی د اندرابي په دولتي موټر کې په پټه د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېده.

قاري ظاهر په خنجان ولسوالي کې د پولیسو له لوري په ټپي حالت کې وموندل شو.

له اندرابي څخه د تحقیقاتو لپاره د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ګومارل شوی و خو تراوسه پوري په دې اړه هیڅ نه دي ویل شوي چې د تحقیقاتو نتیجه څه شوه.

اندرابي ویلي چې د طالبانو قوماندان د لېږدولو تور رد کړی دی.

ده په خپل موټر کې د قاري ظاهر موندل کېدل د ځان خلاف د افغانستان د دښمنانو دسیسه بللې ده.

4 thoughts on “د کابل په هوايي ډګر کې د خلیل الله اندرابي د وتلو مخه ونیول شوه”
  1. قطعا باید پرینشودل شی چی ولار شی. باید معلومه کرل شی چی ولی د پولیسو په موتر کی تروریستان لیژل کیدل او ده سه ارتباط ور سره درلودلی .

  2. فکر کوم چه یواځی خلیل اندرابی نه چه بلکه دیته ورته نور امنیتی تنظیمی جنرالان هم دامنیتی قواوو په سر او مال تجاران او میلیونران دی ،دا دستون پنجم جنرال ددی جرم او اسنادو سره بیاهم آزاد ګرځیدو چه وتښتی ؟
    لعنت دی وی پر حامیانو د ظلم او فساد.
    زموږ تر ټولو لوی او مضر دښمن همدغه ستون پنجم، ارذل الناس جنایتکاران دی چه هر یو یی علنی باید په دار شی تر څو نورو ته عبرت او د امنیتی قواوو په سر لوبه ونشی.
    یویی په دار کړه
    نور یی کرار کړه

  3. دا د غلو ډله تر هغه پورې دلته په قدرت کې وي چې د رسوایی تشت یې له او بو نه وي وتلۍ، کله چې د وطن پلورنې دو سیې یې رسوا شي بیا د تیښتې لاره غوره کوي، له دو لت څخه په بوره وضا حت غواړو، چې ددې وطن پلورنکي دتحقیقا تو نتیجه د که چیرې ترې نه شوي وي ملت ټه په ډاګه شي او که چیرې دۍ تر نظارت لا ندې وه، بیا نو څنګه و توا نیده چې له خپل پاسپورت سره ځان میدان هوایي ته ورسوي، له دې معلو میږي چې د ستمیا نو ډلې د ټیښتې لپاره ورته زمینه سازي کړې ده ، مرګ په وطن پلورو نکو، خا ینا نو .

  4. زمونږ په وطن کې لویو غلو اود مافيا استازي معاف دي ، د زندان پرځای د سترو زورواکو په کورونو کې میلمستياوې ورکول کيږي ، هغه چې وائي مربي داري مربا بخور، يواځې ټيټه رتبه مامورين او غريبانو باندې قانون چليږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *