تېره شپه د کابل په يوه مارکېټ کې ګڼ دکانونه د اور خوراک شول.

اور د کابل په قواى مرکز سيمه کې د يوه دکان په ساکټ کې د شارټۍ له کبله ولګېد، چې وروسته نورو دکانونو ته خپور شو.

امنيتي چارواکو د اورلګېدنې خبر تاييد کړى خو ويلي يې دي، د اوروژنې مامورين سيمې ته ورسېدل او د اور د خپرېدو مخه يې ونيوله.

په دې اورلګېدنه کې ګڼ دکانونه سوځېدلي دي، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

راپورونه وايي ښايي په دې پېښه کې ځينو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *