تاند- نیوزیلنډ وايي، د کابل په پرونۍ (شنبه) حمله کې د دغه هیواد یو افغان الاصله ډاکتر وژل شوی دی.
نیوزیلنډي رسنیو نن وویل، هاشم سلېمانخېل له خپلې نږور سره کابل ته تللی و، چې د طالبانو په انتحاري حمله کې ووژل شو.
ډاکتر سلېمانخېل د نیوزیلنډ په ایپسم کې اوسېده.
د نیوزیلنډي رسنیو د راپور له مخې، ښاغلی سلېمانخېل د نیوزیلنډ د مسلمانانو د ټولنې فعال غړی و.
ده په افغانستان کې طب ویلی و او د پلازمېنې اکلنډ د روغتیا د ادارې د مهاجرو په څانګه کې کار کاوه.
په ۲۰۱۱ م کال د نیوزیلنډ حکومت ده ته د کورني تشدد د مخنیوي او د ښځو د حقونو لپاره د هلوځلو په خاطر میډال ورکړ.
ټاکل شوې وه چې ډاکتر سېلمانخېل نن /یکشنبه/ بېرته نیوزیلنډ ته تللی وای.
د کابل په پرونۍ تروریستي حمله کې، چې له امبولانس څخه په استفادې وشوه، نژدې ۱۰۰ تنه ووژل شول او ۱۵۸ نور ژوبل شول.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.