تاند – په کابل پوهنتون کې تیره شپه د یو شمیر محصلانو تر منځ اخ وډب وشو. د تاند د معلوماتو له مخې په دې جګړې کې ځینو محصلانو له چاقوانو هم کار اخیستی دی خو د کابل امنیه قومانداني او روغتیایي کارکوونکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلي.
د دې وهلو ټکولو په ترڅ کې د لیلیې اکثر ښیښې ماتې شوې دي او پولیس د شپې سیمې ته ورغلل، بیا امبولانسونه هم واستول شول. پولیسو د جګړه مارو تر منځ د خلاصون لپاره هوایي ډزې وکړې او اوښکی بهونکی ګاز یې استعمال کړ چې بیا وتوانیدل د شپې د دولس بجو خواته دغه جګړه غلې کړي.
ویل کیږي چې یو شمیر محصلین ټپيان شوې دي خو تر دې دمه دقیق معلومات له رسنیو سره نه دې شریک شوي.
ځیني محصلین وایي چې په پوهنتون کې په جګړې کې اکثر ښکیل کسان د اصلاحاتو او همپالني د ډلې کسان وو چې له هزاره و سره یې ستونزه پیدا شوې وه. د دغو محصلینو په وینا دا ډير حساس وخت دی ځکه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو د اعلان په درشل کې دا پیښه رامنځته شوې ده. ټاکل شوې ده چې دغه نتیجې د انتخاباتو خپلواک کمیسین نن اعلان کړي.
ځیني بیا وایي چې د دې پیښې تر شا د چا سیاسي لاس نه و او محصلینو د فوټبال د لوبې پر سر شخړه وکړه چې بیا په پراخ فزیکي اخ وډب واوښته. یو شمیر محصلین بیا د دې پیښې علت د ډوډۍ پر سر مخالفت یادوي.
تیرکال د محصلینو تر منځ د لفظي شخړو نه وروسته د اخ وډب له امله څو اونۍ پوهنتون تړل شوی وو.