تاند- د کابل په ختیځ کې نن /چهارشنبه/ ماښام مهال په یوه چاودنه کې ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وايي چې د چاودنې له ځایه وزیراکبرخان او څو نورو روغتونونو ته ۱۱ ټپیان رسول شوي دي.

په ځینو نورو راپورونو کې ادعا شوې چې په دې چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي او نژدې ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې دا چاودنه موټربمي وه خو پولیس وايي چې تراوسه د چاودنې د علت په اړه څه نه شي ویلی.

ځینې راپورونه وايي چې چاودنه د پولیسو د روزنې یوه مرکز ته نژدې شوې ده او داسې ښکاري چې دا مرکز د چاودنې اصلي هدف و.

 د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجاهد ویلي چې چاودنه په صنعتي پارک کې د امنیتي قراردادیانو پر کمپ شوې ده.

ده ونه ویل چې په پېښه کې څوک ژوبل شوي دي.

مجاهد په دې چاودنه کې یوازې د یو شمېر کسانو ژوبلېدا تایید کړه.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *