تاند- یوې زورورې انتحاري حملې نن /دوشنبه/ په کابل ښار کې ۱۴ تنه وژلي دي.
ویل شوي چې وژل شوي کسان نیپالیان دي چې د سفارتونو په شمول د بهرنیو بېلابېلو دفترونو ساتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې په دې برید کې ۸ تنه ژوبل شوي دي.
حمله سهار شپږ بجې د بنایي د سیمې په پل پاچا کوڅه کې وشوه.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی او تر شلو زیات بهرنیان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.
د نیپال حکومت تر دې دمه څه نه دي ویلي.
له بلې خواپه بدخشان ولایت کې نن په یوه چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل دي.
راپورونه وايي چې دا پېښه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالي کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.