تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د دفاع وزارت ته نژدې د کابل ارمان هوټل مخته چاودنه د مقناطیسي بم وه چې په یوه شخصي موټر کې ځای پر ځای شوی و.
د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې برید کې ۳ تنه ژوبل شوي دي.
د کابل پولیسو ویندوی بصیر مجاهد خبریالانو ته وویل چې د دې چاودنې په اړه، چې سهار ۹ بجې او ۲۵ دقیقې وشوه، څېړنې روانې دي.
شاهدان وايي چې په موټر کې درې تنه سپاره ول او ممکن بم د دولت وسله والو مخالفانو د سپرلیو د وژلو په هدف په موټر پوري نښلولی وي.
د موټر د سپرلیو د هویت په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویل شوي.
پرون وسله والو طالبانو د بغلان د دهنه غوري ولسوالي ونیوله. همداراز یې ادعا کړې چې د نورستان وانت وایګل ولسوالي یې نیولې خو د نورستان چارواکي د طالبانو ادعا ردوي، وايي چې پر دې ولسوالي یې د طالبانو برید تمبلولی او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ویل کېږي چې لږترلږه ۱۹ پولیس هم ټپیان شوي دي.
xh
