تاند- په کابل ښار کې د نن /پنجشنبې/ ماښام په چاودنه کې ۶ تنه شهیدان شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

پولیس وايي د ماښام شپږ نیمې بجې د کابل په چنداول کې، چې د ښار په لومړۍ امنیتي حوزې پورې مربوطه سیمه ده، د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په دې برید کې درې ملکیان او درې پولیس شهیدان شوي دي.

د دانش په وینا چاودنې ۱۴ ملکیان او ۲ پولیس ټپیان کړي هم دي.

تراوسه پورې ترهګرو ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ویل شوي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې د پولیسو په یوه موټر پورې نښلول شوی بم وچاودېده.

تر دې وړاندې پرون /چهارشنبه/ ترهګرو د کابل له یکه توت سیمې څخه د کابل پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر راکټونه وویشتل چې له کبله یې یو تن شهید او ۱۱ نور ژوبل شول.

د پرونۍ حملې مسوولیت هم طالبانو او هم داعش په غاړه واخیست.

په وروستیو ورځو کې یو وار بیا د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو بمي بریدونو ته زور ورکړی دی. تېره شپه د کندهار پر معروف ولسوالۍ په موټربمي برید کې لږترلږه ۱۲ پولیس شهیدان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *