تاند- د کابل ښار په زوروره چاودنه کې نن لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۱ تنه نور ژوبل شوي دي.
په دې ځانمرګی برید کې، چې له څو اوونۍ ارامښته وروسته د یوه موټر په وسیله د مالیې وزارت ته نژدې وشو، ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تراوسه پوري د دې برید هدف او انګېزه نه ده څرګنده شوې او وسله والو طالبانو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.
کېدای شي دا برید د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو په کتنه کې د اوباما له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په مهالوېش کې له بدلون راوستلو سره تړاو ولري.
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهالوېش کې د بدلون د اعلان په اړه وویل چې دا پرېکړه به د سولې هڅې زیانمنې کړي.
د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«دا د سولې ټولې هیلې زیانمنوي. د دې معنا دا ده چې جګړه به تر هغو پوري دوام کوي چې دوی ماتې کوي.»
اوباما د ځواکونو د ایستلو په سرعت کې تغییر راوستی خو ویلي یې دي چې په نهايي پرېکړه، چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې د ټولو پوځیانو ایستل دي، بدلون نه راولي.
په وروستیو کې په کابل او نورو لویو ښارونو کې بمي چاودنې کمې شوي دي.
کتونکي د افغانستان په ښارونو کې د بمي حملو کموالی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو له زیاتېدو او د سولې خبرو ته د طالبانو له تیارېدو سره تړي.
ګمان کیږی چی پنجاپ بیا خپل سپی اوشکی کړل، دوی د خدای پاک تبا او برباد کړی.