دا خبر د پېښې له پیله بیا بیا تازه شوی –

د کابل د ۱۱ قول ادرو قومندان قلم شاه شهیم اعلان وکړ چې د کابل په کارته سې کې پر یوه مېلمستون برید، چې یوې امریکايي مرستندویې موسسې ورڅخه کار اخیست، د پنځو حمله کوونکو له وژلو سره پای ته ورسېد.

ده وویل چې په دې برید کې، چې ۳ ساعته یې دوام وکړ، یو افغان ماشوم هم وژل شوی دی.

قلم شاه شهیم وویل چې ټول حمله کوونکي د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ووژل شول.

قومندان شهیم وویل، لومړی د ودانۍ مخته موټر بمي چاودنه وکړه، څلور نور ودانۍ ته ننوتل، درو یې ځانونه والوزول او یو د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

ده دا هم وویل چې په مېلمستون کې څلور بند پاتې شوي بهرنیان ژوندي دي او د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ښاغلي سالنګي هم تایید کړه چې پنځه واړه بریدګر له منځه وړل شوي خو مخکې تر دې چې پنځم ځانمرګی ووژل شي یوه ماشومه افغان نجلۍ ووژل شوه. ده ونه ویل چې ماشومه نجلۍ د چا په ډزو ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي هم وویل چې د مېلمستون ټول مېلمانه ژوندي او سلامت بل ځای ته یووړل شوي دي او د دولت وسله وال مخالفان ونه توانېدل چې یو هم ووژني.

صدیقي وویل چې د حملې هدف (روټس اف پیس) خیریه ټولنه وه چې کارکوونکو یې په دغه مېلمستون کې اړولي و. د ده په وینا دا ټولنه له جنګ ځپلیو کورنیو او سیمو سره په ځانګړي ډول زراعتي مرستې کوي. دا ټولنه، چې مرکز یې د امریکا په کلیفورنیا کې دی، د افغانستان د کرنې د وزارت ملاتړ هم کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت په ټویټر کې ویلي پر روټس اف پیس یا د سولې ریښې موسسې برید غندلی، ویلي یې دي چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له ملاتړه برخمنه ده.

د امریکا سفارت ویلي چې سخت دریځو په داسي موسسه برید کړی چې یوازې یې له افغانانو سره د هغوی د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوله.

په مېلمستون کې له بهرنیو مرستندویانو سره د هغوی ښځې او ماشومان هم اوسېدل.

v11

څلور بند پاتي شوي بهرنیان د ټېلفون له لارې په تماس کې دي

ځیني راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د کابل په کارته سې کې ۴ بهرنیان یرغمل کړي دي. خو نورو امنیتي چارواکو دا خبره تایید نه کړه، ویې ویل چې بهرنیان د طالبانو تر کنټرول لاندې نه دي.

د رویټرز خبریال وايي چې له ودانۍ څخه یې ۲۰ تنه په وتلو لیدلي دي او داسي ورته ښکاره شوې چې درست بهرنیان وي.

د خبریال په وینا ټول ژغورل شوي کسان بېرېدلي ښکارېدل. پولیس وايي چې ۲ طالب حمله کوونکي یې په ودانۍ کې دننه ویشتي خو یو لا هم ژوندی دی. د کابل د پولیسو قومندان جنرال محمد ظاهر وویل چې امنیتي ځواکونو شل تنه یې له مېلمستون څخه روغ رمټ ایستي دي.

د پولیسو په وینا له ودانۍ څخه ایستل شوي کسان، د امریکا، استرالیا او افریقايي هیوادونو اتباع دي.

د ۱۱۱ نمبر شاهین قول اردو قومندان قدیم شاه رویټرز خبري اژانس ته وویل:«څلور بهرنیان، چې په ودانۍ کې بند پاتې دي، زموږ سره په تماس کې دي، دوی ژوندي او روغ رمټ دي.»

ده همداراز وویل چې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې دوه سرتېري سرسري ژوبل شوي دي.

۴ بهرنیان لا هم په مېلمستون کې بند دي

امریکايي موسسه (Roots for Peace) وايي چې د کابل په مېلمستون کې ۴ تنه بند پاتې دي او لا هم د طالبانو له لوري پرې ډزې کېږي.

په افغانستان کې د دې امریکايي موسسې منېجر حاجي محمد شریف عثماني د ټېلفون له لارې رویټرز خبري اژانس ته وویل:«پر مېلمستون حمله شوې او اوس هلته یوازې څلور تنه بند پاتې دۍ، نور دباندې دي.»

عثماني وویل، اکثره مېلمانه له ودانۍ ایستل شوي او یو تن وژل شوی دی. ده وویل چې نه پوهېږي چې وژل شوی کس څوک دی.

په ودانۍ کې د موجودو طالبانو په اړه ضد ونقیض څرګندونې شوي دي، ځیني مقامات وايي چې ۳ وژل شوي او یو لا ژوندی دی خو ځیني نور بیا وايي چې یو وژل شوی او ممکن ۳ ژوندي وي.

افغان او بهرني کتونکي وايي چې وسله وال طالبان هڅه کوي چې تر انتخاباتو مخکې زیات بریدونه وکړي چې په هیواد کې د وېرې او ترهې فضا خپره شوي او په نتیجه کې یې لږ افغانان په ټاکنو کې برخه واخلي. د دوی په باور طالبان به د انتخاباتو په ورځ د حملو مجال پیدا نه کړای شي.

۶ بهرنیان لا هم په ودانۍ کې بند پاتې دي.

د کابل امنیه قومندان جنرال محمد ظاهر وویل، په ودانۍ کې شپږ بهرنیان لا هم بند پاتي دي. د ده په وینا په ګیر پاتې بهرنیانو کې ۳ امریکایان، یو پیرووال، یو مالیزیايي او یو افریقايي دی خو ملیت او هویت یې لا نه دی څرګند.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ۱۰ بهرنیان له ودانۍ روغ رمټ ایستل شوي دي.

دا بهرنیان له ودانۍ څخه ترایستل کېدو وروسته د جنرېټر شا ته پټ دي
دا بهرنیان له ودانۍ څخه ترایستل کېدو وروسته د جنرېټر شا ته پټ دي

د فرانس پریس عکاس ایستل شوي بهرنیان ولیدل

د کابل پولیس وايي چې د ښار په کارته سې سیمه کې یې له هغې ودانۍ اکثره بهرنیان ایستلي چې څلورو وسله والو طالبانو پرې برید کړی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس یوه عکاس تایید کړه چې اکثره بهرنیان له ودانۍ ایستل شوي دي.

۴ بریدکوونکي وروسته له دې ودانۍ ته ننوتل چې یوه ځانمرګي د ودانۍ مخته موټربمي حمله وکړه.

د کابل له جنايي جرمونو سره د مبارزې ريیس سید ګل اغا فرانس پریس ته وویل چې سخت دریځو د بهرنیانو پر مېلمستون برید کړی دی خو کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ویلي چې د بهرنیانو پر یوه دفتر برید شوی دی. طالبان بیا وايي چې پر مېلمستون او یوې کلیسا یې حمله کړې ده.

سید ګل اغا وویل:« پولیسو د ودانۍ بام نیولی او هڅه کوي چې تروریستان تصفیه کړي.»

د فرانس پریس خبري اژانس عکاس وايي چې امنیتي ځواکونه یې لیدلي چې له ودانۍ څخه ایستل شوي او امنیتي ځواکونو بدرګه کول.

1شپږ بهرنیان لا هم په ودانۍ کې بند پاتې دي

تازه راپور وايي چې ودانۍ ته ۴ ځانمرګي ننوتي دي. په تازه راپور کې ویل شوي چې دا ودانۍ د بهرنیانو دفتر دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي ویلي چې ودانۍ ته د حمله کوونکو تر ننوتو مخکې بهرنیان وتلي خو ورته ویل شوي چې لا هم شپږ تنه په ودانۍ کې دي.

سالنګي دغه راز ویلي، ګومان کېږي چې ۳ ځانمرګي وژل شوي خو څلورم لا هم ژوندی دی او مقاومت کوي.

په کارته سې کې د بهرنیانو پر مېلمستون برید روان دی

تاند- وسله والو طالبانو نن د کابل په کارته سې سیمه کې پر یوه مېلمستون، چې بهرنیانو ورڅخه کار اخیست، برید کړی دی.

ویل شوي چې لومړی د مېلمستون په خوله کې ځانمرګی برید وشو او ورپسې وسله واله نښته پیل شوه.

تر دې دمه څرګنده نه ده چې وسله وال حمله کوونکي د ودانۍ مخته له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي او که ودانۍ ته ننوتي دي.

سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي.

دا برید په داسي حال کې وشو چې په کابل کې د انتخاباتو په درشل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي وویل:«یوه ځانمرګي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د بهرنیانو د یوه مېلمستون مخته وچاوداوه او اوس داسي ښکاري چې یو شمېر ځانمرګي ودانۍ ته ننوتي وي.»

تراوسه پوري د مرګ ژوبلو په اړه هیڅ راپور نشته.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت سمدستي په غاړه واخیست، ویې ویل چې د حملې هدف د بهرنیانو مېلمستون او یوه کلیسا ده.

په مېلمستون کې د موجودو بهرنیانو او د هغوی د ملیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

One thought on “د کابل حمله د پنځو بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېده”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *