تاند- د کابل ښار په لوېدیځ کې یوه سوداګري مرکز یا شاپنګ مال کې نن /پنجشنبه/ اور واخیست او وېره ده چې انساني تلفات به یې هم پېښ کړي وي.
لومړني راپورونه وايي چې له دې مرکزه خلک ایستل شوي دي او غالباً څوک په منځ کې بند نه دي پاتې.
شاهدان وايي، د میرویس مېنې د کوټه سنګي په سیمه کې د ځدراڼ سوداګري مرکز په نوم په دې ۱۰ منزله ودانۍ کې، چې د هوټل په توګه هم ترې کار اخیستل کېده، د ورځې په ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې اور بل شو. د اور وژلو لپاره اطفاییه په ځڅو دقیقو کې سیمې ته ورسېده او د اور وژلو هڅې یې پیل کړې.