تاند- په پلازمېنه کابل کې د پولیسو له لوري د اعتراض کوونکو د خیمو له لېري کېدو وروسته ویل کېږي چې یو اعتراض کوونکی وژل شوی او ۶ نور ژوبل دي.
اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم تاییدوي چې یو تن وژل شوی دی.
پولیسو تېره شپه له بیا بیا خبرداریو وروسته د اعتراض کوونکو خیمې له ښاره ټولې کړې څو د عامو خلکو او موټرو په تګ راتګ کې ستونزې پای ته ورسېږي.
اعتراض کوونکي وايي چې له پولیسو سره د دوی په اخوډب کې یو تن وژل شوی، ۵ ژوبل او ۱۱ نور پولیسو نیولي دي.
اجرايي ریيس عبدالله ویلي«له امنیتي اورګانونو په کلکه غواړم چې له زغمه کار واخلي. باید حقیقت څرګند شي، د حقایقو پټول د خلکو او حکومت ترمنځ اعتماد زیانمنوي.»
اعتراض کوونکي وايي چې د تېرې شپې له ۱۲ د سهار تر ۴ بجو پورې یې له پولیسو سره اخوډب ته دوام ورکړی دی.