تاند: د کابل پولیسو یو شمېر هغه خبریالان ډبولي دي چې د افغان – ترک
ښوونځي د کلابندۍ د راپور کولو لپاره سیمې ته ورغلي وو.
افغان ځواکونو نن جمعه سهار د سرطان په ۱۴مه یو لړ عملیاتو کې د کابل افغان ترک ښوونځی محاصره کړ او وروسته یې مسوولیت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپاره.
خو اوس هغه خبریالان چې د دغې پېښې د راپور کولو لپاره سیمې ته رسېدلي وو، ادعا کوي چې د پولیسو لخوا وهل شوي دي.
په دې منځ کې د اریانا نیوز خبریال سمیع جهش له رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ ته ویلي د کابل د پولیسو مرستیال قومندان ورته سپکاوی کړی، په ترخه لهجه ې ګواښلی دی، او ساتونکو ته یې امر وکړ چې ټلیفونونه او کامرې ترې واخلئ.
دغه رازد طلوع نیوز ټلویزیون مسوولانو هم ادعا کړې ده چې خبریالا او کامره مین یې د پولیسو لخوا وهل شوي دي.
بلخوا له رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د خبریالانو پر ضد تاوتریخوالی غندلی او په کورنیو چار وزارت یې غږ کړی دی چې دا پېښه په جدي ډول وڅېړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، هیڅ پولیس قومندان د خبریالانو د سپکاوي او وهلو ډبولو حق نه لري.
نوموړی وايي، په دې اړه وزارت ته شکایتونه رسېدلي او به جدي ډول به وڅېړل شي.
