تاند- د کابل پولیسو نن /یکشنبه/ وویل چې د تنکیو ځوانانو یوه ډله یې د کورونو د غلاوو په تور نیولې ده.
د کابل جنايي پولیس یا له جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، دا پنځه کسیزه ډله، چې کورونو ته په لوېدو او ډله ییزې غلا کې ککړه وه، د ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې ونیول شوه.
د پولیسو په وینا دې ډلې به له کورونو څخه قیمتي وسایل، ګېڼې او پیسې غلا کولې.
د کابل ښار د ځینو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې غلاوې ډېرې شوي دي.
پولیس همداراز وايي چې دوه تنه نور یې د یوه ماشوم د وژلو او د یوه بل د ټپي کولو په تور نیولي دي.