تاند- د کابل پولیسو نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مخته د رد شویو کاندیدانو د اعتراض خیمې ټولې کړې او یو شمېر اعتراض کوونکي یې له اخوډبه وروسته ونیول.

راپورونه وايي چې د پولیسو په وړاندې یو شمېر اعتراض کوونکو له مقاومته کار واخیست او د پولیسو په وینا پر دوی یې ډزې وکړې.

د کابل امنیه قوماندان له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر له مخې یې ټولې ۱۲ خیمې ټولې کړي او د کمیسیون دروازه یې، چې اعتراض کوونکو بنده کړې وه، پرانیسته.

د یو شمېر رد شویو کاندیدانو پلویانو له ۲ اوونیو راهیسې خیمې درولې وې او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون دفتر یې بند کړی وو.

یو شمېر نیول شویو اعتراض کوونکو ویلي چې رد شویو وکیلانو پیسې ورکولې او دوی د پیسو په وړاندې د پرلت په خیمو کې اړولي وو.

د کابل د پولیسو سرچینې وايي چې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ په اخوډب کې لږترلږه ۳ پولیس برسېرن ژوبل شوي دي.د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له نهايي لیسته د ۳۵ تنو کاندیدانو نومونه ایستلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *