تاند، چهار شنبه،د جدي ۱۸مه: د کورنیو چارو وزارت په کابل کې له یو امنیتي شرکت سره د ۷۹ میله ناقانونه وسلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارووزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني تاند ته وايي، دغه وسله یې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نیولې چې په یو امنیتي شرکت پورې تړاو لري.

نوموړې وايي، یاد امنیتي شرکت دغه وسله په ناقانونه ډول ساتله او دوی سره راجستر شوې نه وه: (( په دې کې پنځه میله پیکاوې دي او پاتې نورې یې کلاشنکوفونه دي.))

اغلې مروه امیني وايي، د پولیسو پلټنې د قضیې په تړاو روانې دي او نور جزیات به یې وروسته خپاره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې له څو ورځو راهیسې له جنايي جرمونو څخه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *