تاند، جمعه د جدي ۲۰مه: کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومنداني، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۲۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

په دې اړه تاند ته د کورنیو چارو وزارت استولې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د وسله والو غلاو، لوټ، د عامه نظم د ګډوډۍ او په نورو تورونو د کابل ښار او ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له نیول شوو کسانو څخه دوه مېله تفنګچې، ۱۱ قبضې برچې، ګڼ چاقوګان او داسې نور توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.

کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د جنایي جرمونو د مخنیوي خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې جنایي جرمونه اوج ته رسېدلي او خلک یې امنیتي ځواکونه په مخنیوي کې پاتې بولي.

خو د کابل امنیه قومنداني وایي، په تېره یوه میاشت کېـدوی هم په مختلفو جرمونو ۳۰۰ کسان نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *