تاند – د افغانستان په پلازمېنه کابل کې امنیتي ځواکونو وروسته له هغه د غلو او لوټونکیو په نیولو لاس پورې کړ چې په ټولنیزو رسنیو د خلکو شکوې او شکایتونه زیات شول.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي چې هر درېیم او څلورم کس، خپلوان،‌ دوست او ملګری یې یا لوټل شوی یا تښتول شوی یا یې موبایل، کمپیوټر او د پیسو بټوه تښتول شوې ده او ویل کیږي چې تښتول شويو کسانو وهل ټکول هم خوړلي دي.

د دغې ستونزې په هکله د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې هم ګڼ راپورونه ورکول کیږي او خلک نه پوهېږي چې چاته مراجعه وکړي ځکه چې وایي پولیس پخپله هم له دغو غلو او داړه مارانو سره لاس لري.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي وایي چې ډاکترانو او سوداګرو ته یې د ټیلیفون له لارې خبر ورکول کیږي چې معلوم مقدار پیسې ور ولېږي که نه یا به وتښتول شي او یا به ووژل شي او دغه کار یې ژوند تریخ کړی دی.

د حبیب په نامه د کابل ښار یوه اوسېدونکي تاند ته وویل، له دارالامان څخه وزیراکبرخان مېنې ته روان وو چې موټر یې ودرول شو، له موټر څخه راښکته کړای شو، موټر او کمپيوټر یې وتښتول شول او نوموړی د سرک په سر پاتې شو. حبیب وایي کله چې هغه پولیسو ته مراجعه وکړه پولیسو ورته وویل چې هغوی نشي کولی مرسته ورسره وکړي.

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي محمد یونس تاند ته وویل چې په سوله رسټورانټ کې یې له ملګرو سره یو ځای ډوډۍ وخوړله، چې راووت د سرک په سر ټکسي ته ودرېد، یوه کاناډایي کرولا راغله او هغه ته یې د ورپورته کېدلو وویل، چې ورپورته شو لږ وړاندې لاړل تمانچه یې پرې راواېستله، څه پیسې چې ورسره وې او آی فون موبایل یې ترې واخیستل او بیا له موټر څخه ښکته کړای شو.

یوه ټکسي وان فضل الرحمان وویل چې دوه سورلۍ یې پورته کړې، په لاره کې یې تمانچه پرې را واېستله او ورته یې وویل چې پیسې دې ورکړي.

ډېر لوټل شوي کسان وایي چې غله او داړه ماران له پولیسو سره اړیکې لري او که څوک پولیسو ته خبر هم ورکړي، یوازې ځان ستړی کوي، خو داسې ښکاري چې د کابل پولیسو د چارشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) د غلو د نیولو کمپاین پیل کړی دی خو دا لا معلومه نه ده چې څومره به بریالي شي.

One thought on “د کابل پولیسو په ټولنیزو رسنیو له سختو انتقادونو څخه وروسته د غلو نیول پیل کړل”
  1. دا د یو سو هفتو قصه ده. دا غله تول د کابل د حوزو خپلوانان دی او دا کارونه هم تول نمایشی دی. یو سو موده بعد تول خوشی کیزی او بیا هم همغه خرک وی او همغه درک. د یولسمی امنیتی حوزی د جنایی امریت ۹۰ فیصده کارکوونکی تول له غلو سره لاس لری او یا خپله غله دي. تر هغی چی دا کسان ورک شوی نه وی والله که یو غل هم ورک شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *