تاند- د کابل پولیس وايي، په یوه اوونۍ کې یې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې تر ۶۰ زیات مجرمان نیولي دي.
د کابل د جنايي تحقیقاتو ریاست نن /سې شنبه/ وویل، د یوې ښځې په ګډون یې ۶۱ تنه په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د دې ریاست په وینا له نیول شویو کسانو سره وسلې هم موندل شوي دي.
د هغوی په منځ کې یوه ښځه د یوه سړي په قتل تورنه ده.
د یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته له پروان ولایت څخه یو کاندید مولوي محمد انور نیازی په کابل کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو.
تراوسه څرګنده نه ده چې مولوي نیازی د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري وژل شوی او که د هغه وژنه جنايي پېښه وه.