تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: د کابل پولیسو نن د سرو زرو په غلا یوه ښځه نیولې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وویل، نن غرمه مهال یوه مېرمنه د کابل پامیر سینما لومړۍ ناحیه کې له یوې بلې ښځې څخه د سرو زرو د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوې ده.
نوموړي وویل، دغې مېرمنې له یوې بلې ښځې څخه د سرو زرو یو هار، شپږ ګوتمۍ، یو جوړه غوږوالۍ، د سرو زرو لاکټ او یو موبایل غلا کړی و خو د تېښتې پر مهال د پولیسو له لوري ونیول شوه.
دا په یوه اوونۍ کې دویمه ښځه ده چې د کابل پولیس یې د غلا په تور نیسي، تر دې وړاندې په دویمه ناحیه کې یوه نجلۍ د موبایل په غلا نیول شوې وه.
د یادونې ده چې ولسمشر غني تېره ورځ یو فرمان هم صادر کړی چې پر ښځو د تاوتریخوالي د مخینوي د کمپاین په ترڅ کې دې هغه مېرمنې له زندانونو خوشې شي چې له درې کلونو کم قید پرې د محکمې لخوا لګول شوی وي.