تاند- د کابل پولیس وايي، یوه نجلس یې په داسې حال کې نیولې چې وسله واله غلا یې کوله.
پولیسو پر نیول شوې نجلۍ تور پورې کړی چې د پلازمېنې په څلورمه ناحیه کې یې یوه بله ښځه په وسلې ګواښلی او موبایل یې ورڅخه غلا کړی دی.
پولیس وايي، دې نجلۍ د ترافیکو په څلور لارې کې یوې بلې نجلۍ ته تومانچه نیولې او موبایل یې ورڅخه اخیستی و.
د پولیسو په وینا له تورنې سره یې تومانچه هم موندلې ده.
د کابل د پولیسو قومانداني وايي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یې د کابل په دارالامان سیمه کې یو سړی او یوه ښځه له یوې بلې ښځې څخه د موبایل او دستکول د تښتولو په تور ونیول.
د پولیسو په وینا غله پر موټرسایکل سپاره ول خو له دې سره سره چې د پېښې له ځایه وتښتېدل، وروسته د پولیسو له لوري ونیول شول.