تاند – د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل پولیسو یو مسلکي غل او جنایتکار حمید خراساني نن په کابل ښار کې ونیو.
د وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه جنایتکار یې نن په داسې حال کې ونیو چې غوښتل یې په کابل ښار کې د نننیو مظاهرو په ترڅ کې له پولیسو سره نښته وکړي.

ښاغلی رحیمي وایي چې د حمید خراساني په نامه د غلو مشر او ډلې یې په غلاوو، لاره شکونو، له سوداګرو څخه د باج اخیستنو او یو شمېر نورو سازمان یافته جرمونو کې لاس درلود.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د د حمید خراساني نوم د دغه وزارت د جنایتکارانو په لست کې وو او پولیسو له ډېر وخت راهیسې هڅه کوله چې ویې نیسي.