د کابل پوهنتون رئیس او د لوړو زده‌کړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر، ښاغلي حمیدالله فاروقی او د اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالستار مراد ترمنځ په یوه کتنه کې په کابل پوهنتون کې د ۶ څیړنیزو مرکزونو د جوړولو په اړه د بودیجې په برخه کې موافقه وشوه. په یادو مرکزونو کې د افغانستان د داخلي او بهرني تګلارو جوړولو مرکز، د ترهګرۍ، قاچاق او شخړو د علتونو څیړلو مرکز، د منځنې او جنوبي آسیا د مطالعاتو مرکز، کالام د ساینسي څیړنو مرکز، د بازار موندني او تولیداتو د ودې اقتصادي مرکز او د زده کوونکو د زده کړې د کیفیت ارزوني او د ښوونکو  روزنيز مرکز په څیر مرکزونو لپاره د بودیجې د مساعدولو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې موږ پدې لټه کې یوو تر څو وکولای شو د کابل پوهنتون له سیمې او نړۍ سره د څیړنیزو سیالیو په ډګر کې پر یو څیړنېز مرکز بدل کړو. له دې وروسته به د زده کړو په برخه کې کیفیت ته ځانګړې پاملرنه کیږي او څیړنیز مرکزونه به را منځته کیږي. نوموړي وویل چې د کابل پوهنتون استادان باید له معاصرو څیړنیزو تګلارو سره په بلدتیا د څیړنې له مخې نوي نوښتونه رامنځته کړي او د هېواد په اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او کلتوري ډګر کې فعالیت ښکاره کړي. دا هر څه هغه وخت کیدای شي چې د استادانو ظرفیت لوړ شي او کلیدي موضوعاتو او مسایلو ته کتنه وشي او د دې مرکزونو په مرسته د سولې او سوکالي لپاره علمي څیړنې تر  سره شي. د یادو مرکزونو ابتدايي طرحې د اقتصاد له وزیر ښاغلي مراد سره شریکې شوې.

ښاغلي فاروقي د هند له خلکو څخه په مننې وویل چې موږ منندوی یوو چې د هند سفارت د دو څیړنیزو مرکزونو د بودیجې په برخه کې مرستې ته لیوالتیا ښودلې او د دوئ د لارښووني سره سم د اقتصاد وزیر په مرسته د عملی چارو د پلي کولو لپاره هلې ځلې رواني دي. نوموړي وویل چې د هند حکومت د افغانستان له خلکو او حکومت سره تل خپلې اخلاقي، مالي او تخنیکي مرستې کړي دي.

د یادونې ده چې ښاغلي فاروقي له دې مخکې د سارک له سازمان سره د منځنې او جنوبي آسیا د مطالعاتو مرکز جوړولو په برخه کې ناستې درلودې چې د سارک سازمان لخوا له تود هرکلي سره مخ شو.

د اقتصاد وزیر په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون د مسلکیتوب، معیاری کیدو او انکشاف په اړه ښاغلي فاروقي ته ډاډ ورکړ چې د یادو څیړنیزو مرکزونو د جوړولو په برخه کې هر اړخیزې مرستې ته چمتو ده او دوی کافی بودیجه لري څو دې مرکزونو ته یې مساعده کړي. ښاغلي مراد زیاته کړه چې زه د کابل پوهنتون له طرحو سره موافق یم او ده هم دې ته ورته برنامو لپاره کار کړی دی او لومړۍ نښه یې دا ده چې وزارت یې له دودي مدیریت څخه را وباسل او ډېرې برخې یې کمپیوټري شوې.

ښاغلي مراد وویل چې کابل پوهنتون په سیمه کې یو ځانګړې نوم درلود او خوښ دی چې ښاغلي فاروقي  د کابل پوهنتون د احیا او مرام را ژوندې کولو په موخه پلانونه په نظر کې نیولي دي. نوموړي د خبرو په جریان کې د هند له حکومت څخه مننه وکړه او نوموړی حکومت یې د افغانانو د مرستې له امله وستایه.

د یادونې ده چې له افغانستان څخه څه باندې نیمې نقدې مرستې بیرته ووتې، علت یې په افغانستان کې د متخصصو ادارو او کدرونو کمښت دی. کابل پوهنتون به د یادو مرکزونو له جوړولو وروسته تر ډیره حده انکشافي، علمي او تحلیلي پروژې د خپلو کدرونو په مرسته پرمخ وړي او افغانستان به په تخنیکي برخو کې له احتیاج څخه خلاص شي.

یاد مرکزونه به د ادارو او کدرونو په روزلو کې رغانده نقش ولوبوي او افغانستان به د دې وړ شي چې خپلو مسایلو ته د خپلو کدرونو په مرسته حل لارې پیدا کړي.

راپور: د کابل پوهنتون ریاست مطبوعاتي ټیم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *